Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»رپوټونه او فیچرونه»طالبان د کابل – سروبي د “لته‌بند سړک” د جوړېدو چارې پيلوي

    طالبان د کابل – سروبي د “لته‌بند سړک” د جوړېدو چارې پيلوي

    د طالبانو حکومت د "لته‌بند سړک" د جوړولو اعلان په داسې وخت کې کوي چې تېره اوونۍ په ماهیپر کې د غره ښوېدو له امله د کابل- جلال اباد تر منځ‌ لاره د موټرو پرمخ وتړل شوه.
    کوبها نیوزکوبها نیوزثور ۱۵, ۱۴۰۳02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل( ۱۴ غویي ۱۴۰۳ کوبهانیوز)— د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د کابل سروبي د لته‌بند سړک له ځینو برخو لېدنه کې اعلان وکړ،چې د دې لارې د جوړېدو چارې پیلوي.

    په دې لېدنه کې د طالبانو د ټولګټو وزیر، د کابل او ننګرهار لپاره د طالبانو والیانو او د سکټوري وزارتونو تخنیکي ټیمونو برخه درلوده.

    د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستال د رسنیو دفتر د غویي ۱۴مه یوه اعلامیه کې ويلي چې د ټولګټو چارو وزارت د دې سړک د پاتې برخو د جوړېدو چارې پيلوي. په اعلامیه کې پر پروژه د کار د پيلېدو دقیقه نیټه نه ده ذکر شوې.

    د لته‌بند لویه لاره د کابل – جلال اباد لپاره د ماهیپر بدیل سړک بلل کېږي.

    د دې سړک د جوړېدو چارې شاوخوا لس کاله دمخه د پخواني حکومت له خوا پيل شوې، خو وروسته يې کار نیمګړی پاتی شو.

    د طالبانو حکومت له خوا د لته‌بند سړک د جوړولو اعلان تر هغې وروسته دی چې، تېره اوونۍ د کابل- جلال اباد تر منځ‌ لاره، په ماهیپر کې د غره ښوېدو له امله وتړل شوه.

    د دې لارې يوه چلوونکي محمد انصارالله کوبهانیوز ته وويل، چې ورښتونو او سیلابونو د ماهیپر لار تر پخوا لا پسې خرابه کړې ده.

    نوموړی وايي: “د ماهیپر لاره له خطرونو نه ډک ده، هره شېبه د غره ښویېدو امکان شته، که د لته‌بند لاره جوړه نه شي سږکال به د ډېرو پېښو شاهدان یو.”

    عبدالله حبیب چې وخت ناوخته له کابله ننګرهار ته سفر کوي، کوبهانیوز ته وويل چې دجلال اباد لویه لاره د هېواد په کچه له خطره ډک لاره ده.

    هغه وويل: “د فوايدعامې وزارت د دې سړک نه بررسي نه کوي، موږ ګورو چې وروستیو کې د دې لارې په ډېرو برخو کې غر را ښوییږي. دا وزارت بايد لاس په کار شي.”

    پر ماهیپر سربېره تېره اوونۍ د کابل -جلال اباد ترمنځ سړک د درونټې په سیمه کې هم غرښوېدنه شوې وه چې اتو کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

    کابل- جلال اباد چې د افغانستان د ختیځ زون څلور ولایتونه له کابل سره نښلوي د ټرانزیټ او مسافرو د تګ راتګ لپاره مهمه لاره بلل کېږي.

    د ټولګټو وزارت د اټکل له مخې، هره میاشت پر دې لاره شاوخوا ۶۰ زره کسان تګ او راتګ کوي.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    منیژه صدیقي د طالبانو له بنده خوشې شوه

    کوبها نیوزحمل ۱۹, ۱۴۰۳

    پاکستان ته یوه میاشت کې درې میلیارد ډالره پاکستانیانو استولي

    کوبها نیوزحمل ۲۳, ۱۴۰۳

    افغانستان د اسیا جام سیالۍ له یوې ماتې سره پیل کړی

    کوبها نیوزحمل ۳۰, ۱۴۰۳

    جګپوړی سعودي پلاوی د پاکستان په سفر بوخت دی

    کوبها نیوزحمل ۲۷, ۱۴۰۳

    د ملګرو ملتونو امنيت شورا په غـ.ـزه کې د بيړني اوربند پريکړه ليک تصويب کړ

    کوبها نیوزحمل ۶, ۱۴۰۳

    د ایفون په کپچر تڼۍ کې نوي سهولتونه رامنځته کیږي

    کوبها نیوزحوت ۲۱, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.