Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»طالبان د کوکنارو له منځه وړو کې له ولسي مقاومت سره مخ دي

    طالبان د کوکنارو له منځه وړو کې له ولسي مقاومت سره مخ دي

    "له فراه وروسته بدخشان دویم ولایت دی چې کروندګر او عام خلک پکې د طالبانو خلاف مظاهرې کوي او د کوکنارو د کروندو له منځه وړو په تړاو ددې ډلې د مشر ملا هبت الله فرمان ننګوي."
    کوبها نیوزکوبها نیوزثور ۱۵, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    وسلوال طالب د کندهار په شیر سرخ کې د کوکنارو بوټی له منځه وړی Sanaullah Seiam—AFP via Getty Images
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    فیض اباد (کوبها نیوز)— له فراه وروسته بدخشان دویم ولایت دی چې عام خلک پکې د طالبانو خلاف لاریون ته راوځي.

    په درایم ولسوالۍ کې لاریون کوونکو طالبان د خلکو د خصوصي حریم په ماتولو تورن کړل او د “مرګ پر اسلامي امارت” شعارونه یې ور کړل. لاریون کوونکو غوښتل د طالبانو په ډزو کې د یوه تن وژل شوي لاریون کوونکي جسد د ولسوالۍ پر لور د اعتراض په توګه یوسي، خو طالبانو یې مخه ونیوله.

    ظاهرا دغه لاریونونه د بدخشان په درایم او ارګو ولسوالیو کې د کوکنارو د کښت له منځه وړو پر خلاف پیل شوي، چې یو وخت د طالبانو د جګړې او اکمال مهم مرکزونه ګڼل کېدل، خو د لاریون کوونکو له شعارونو ښکاري چې ددې سیمو خلک په خپلو سیمو کې د غیر بدخشاني طالبانو له حضور نه خوښ نه دي.

    د بدخشان درایم، ارګو، یفتل، کوهستان، درواز، وردوج، یمګان، جرم او خاش هغه ولسوالۍ دي چې د طالبانو په لیکو کې ګڼ جنګیالي لري او د افغانستان په شمالي ولایتونو کې یې ددې ډلې په نفوذ او جګړو کې ټاکونکی رول درلود.

    له فراه وروسته دا دویم ولایت دی چې کروندګر او عام خلک پکې د طالبانو خلاف مظاهرې کوي او د کوکنارو د کروندو له منځه وړو په تړاو ددې ډلې د مشر ملا هبت الله فرمان ننګوي.

    د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند د شنبې په ورځ وویل چې د نشه یي توکو د کښت د ممنوعیت په تړاو د دوی د مشر فرمان څرګند دی، چې پولیس یې د تطبیق مکلفیت لري.

    Taliban eradicate a poppy field in Washir, district of Helmand province, Afghanistan, Sunday, May 29, 2022. Afghanistan’s Taliban rulers have begun a campaign to eradicate poppy cultivation, aiming to wipe out the country’s massive production of opium and heroin, even as farmers fear their livelihoods will be ruined at a time of growing poverty.(AP Photo/Abdul Khaliq)

    ‏ عبدالمتین قانع وایي، “په بدخشان کې چې د کوکنارو د کښت له منځه وړو پرمهال کومه پيښه رامنځ ته شوې، موږ یې په اړه د بدخشان ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره په اړیکه کې یو او د کورنیو چارو وزارت هڅه کوي چې د خلکو په همکارۍ دغه ستونزه حل کړي”.

    خو د درایم ولسوالۍ د قرلق کلي لاریون کوونکي چې دیوه وژل شوي کس جنازې ته را ټول شوي وو، وایي، طالبان د کوکنارو او چرسو بوټو د له منځه وړو په پلمه د خلکو کورونو ته ننوتلي او د ښځو پر عزت یې لاس پورته کړی.

    د لاریون کوونکو په وینا، طالبانو په دې کلي کې د کوکنارو د کښتونو د تخریب پرمهال دهقانان او سپین ږیري ډبولي، یو کس یې وژلی او د یوې ښځې لاس یې ور مات کړی.

    د طالبانو ریاست الوزرا ددې پېښې د څیړنې لپاره د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز فصيح الدين فطرت په مشرۍ پلاوی ټاکلی چې د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رئيس شمس الدين شریعتي، د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معیین ملا عبدالحق، د استخباراتو د عمومي ریاست مرستیال ملا رحمت الله نجيب او د بدخشان د علماوو شورا رئيس مولوي عبدالمومن پکې شامل دي.

    افغانستان، طالبان کوکنار، طالبان نشه یی مواد، طالبان،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    د افغانستان متحده جبهه وایي، د تېر نظام امنیتي ځواکونه بېرته منسجم کوي

    کوبها نیوزحوت ۱۴, ۱۴۰۲

    ګوترش: منځنی ختیځ د بشپړې ویجاړوونکې جګړې له خطر سره مخ دی

    کوبها نیوزحمل ۲۷, ۱۴۰۳

    قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل

    کوبها نیوزجوزا ۱۴, ۱۴۰۳

    طالبانو حج ته د تلونکو حاجیانو لګښتونه اعلان کړل

    کوبها نیوزحمل ۷, ۱۴۰۳

    روسیه: غواړو له طالبانو سره پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې وکړو

    کوبها نیوزحمل ۱۴, ۱۴۰۳

    قزاقستان او افغانستان د ریل پټلې د نوې شبکې پر جوړولو خبرې کړې دي

    کوبها نیوزثور ۵, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.