کابل(کوبهانیوز)- د طالبانو حکومت د یو کمربند او یوې لارې طرحې او واخان ځمکني دهلیز له لارې له چین سره نښلېدو ته هېله من دی.
د طالبانو د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د یکشنبې په ورځ د نیلهباغ پروژې د پیل په مراسمو کې وویل چې ‘اسلامي امارت’د واحد چین له پالیسۍ ملاتړ کوي.
د نیله باغ پروژې عملي چارې چې د چینایي کمپنیو په همکارۍ بشپړیږي، د یکشنبې په ورځ د طالبانو د جګپوړو چارواکو او کابل کې د چین د سفیر په ګډون پيل شوې.
د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت معیین روح الله احمدي د نیله باغ پروژې د پیل په مراسمو کې وویل، چې په دې پروژه کې ۱۴۰۰ ودانۍ جوړیږي او د چین د ۷۱ میلیون ډالري مرستو له صندوق نه تمویل کیږي.
روح الله احمدي زیاته کړه چې د دې پروژې د مدیریت او انجینرۍ برخې لګښتونه د طالبانو د حکومت له بودجې ورکول کیږي او درې کلونو کې به دغت کورونه بشپړ او دولتي مامورینو ته توزیع شي.
دې غونډې ته د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل چې دغه پروژه د هېواد د ابادۍ په برخه کې یو بنسټيز ګام دی او دوی د نورو لویو پروژو د پيل پلان هم لري.
د چین په مرسته دغه پروژه داسې مهال پیلیږي چې د کابل او پیکنګ ترمنځ ډپلوماتیکې اړیکې غوړېدلې او طالبان هیله من دي چې پیکنګ یې په رسمیت وپېژني او په دې برخه کې موجود سیاسي کنګل مات کړي.