Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    چهارشنبه, ۳۱ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»رپوټونه او فیچرونه»طالبان له افغان سوداگرو او دوکاندارانو ملا ماتوونکې مالیه ټولوي

    طالبان له افغان سوداگرو او دوکاندارانو ملا ماتوونکې مالیه ټولوي

    «له موږ څخه پنځه ډوله مالیه اخېستل کیږي، د صفایي کتابچې په نوم، د صنفي جواز، د فعالیت جواز، کلنۍ یو فیصد مالیه او داسې نور. له دې وضعیت څخه نور په تنګ راغلي یو، مجبور یو خپل کار وبار بند کړو». د کابل ښار هټیوال
    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۳۱, ۱۴۰۳02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کوبها نیو( ۳۱ حمل ۱۴۰۳) د طالبانو پر حکومت د نړیوالو بندیزونو او محدودیتونو له زیاتېدو سره هممهال دې ډلې د خپلو حکومتي چارو د پرمخ بیولو لپاره له عامو خلکو، سوداګرو او دوکاندارانو څخه د ټکس او مالیې په را ټولولو تمرکز ډېر کړی دی.

    طالبانو نه یوازې د برښنا بیل او دولتي خدماتو بیه لوړه کړې، بلکې له هټیوالو او سوداګرو څخه د صفایي کتابجې په نوم د پیسو ټولولو ترڅنګ، د صنفي جواز مالیه، د فعالیت د جواز مالیه، د لوحو ټکس او کلنۍ یو فیصد مالیه هم ټولوي.

    د کابل ښار یوه هټیوال د نوم نه ښودلو په شرط کوبها نیوز ته وویل چې طالبان په بیلابیلو نومونو له دوی څخه ملا ماتوونکې مالیه اخلي.

    هغه وایی: «له موږ څخه پنځه ډوله مالیه اخېستل کیږي. د صفایي کتابچې په نوم، د صنفي جواز، د فعالیت جواز، د کال یو فیصد مالیه د لوحو ټکس او داسې نور، موږ نور له دې وضعیت څخه تنګ راغلي یو، مجبور یو خپل کار وبار بند کړو».

    که څه هم د طالبانو مشر د یو فرمان په اساس د لوحو مالیه معاف کړې خو ویل کیږي چې دغه فرمان نه دی تطبیق شوی او د پخوا په څېر د لوحو مالیه هم اخېستل کیږي.

    یوه بل افغان سوداګر کوبها نیوز ته وویل چې په ډېرې علاقمندۍ یې کار وبار پیل کړی، خو د دولت له خوا د لوړې مالیې له امله ښایي خپل کار ته دوام ورنه شي کړای.

    « حکومد باید سوداګرو ته د کار او فعالیت ښه فرصتونه رامنځ ته کړي، له هغوی باید ملاتړ وکړي، د کار وبار د ودې لپاره یې لارې چارې ولټوي، خو متاسفانه زموږ حکومت د خلکو او سوداګرو په مالیې ولاړ دی، سوداګر ټوله ورځ د حکومت لپاره کار کوي ځکه ایله یې مالیه ور پوره کړو».

    بل لور ته د کابل ښاروالۍ او د طالبانو د سوداګرۍ وزارت مسوولینو په وار وار ټینګار کړی چې دوی د قانون مطابق له سوداګرو او هټیوالو مالیه را غونډوي او د پخوا په پرتله اوس افغانستان کې د سوداګرۍ لپاره شرایط مناسب دي.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    جګپوړی سعودي پلاوی د پاکستان په سفر بوخت دی

    کوبها نیوزحمل ۲۷, ۱۴۰۳

    افغانستان او قرغزستان د نړیوال جام سیالیو ته د لار موندلو لپاره سره سیالي کوي

    کوبها نیوزثور ۷, ۱۴۰۳

    طالبان د بې پیلوټه الوتکو د اسانچاري هېواد نوم نه په ډاګه کوي

    کوبها نیوزحمل ۱۲, ۱۴۰۳

    د طالبانو دفاع وزارت: داعش له پاکستانه زموږ پر ضد بریدونه تنظیموي

    کوبها نیوزثور ۱۹, ۱۴۰۳

    د طالبانو حکومت او پاکستان د ګډې امنیتي کمېټې غونډه وځنډول شوه

    کوبها نیوزثور ۲۳, ۱۴۰۳

    کرزی او پوتزل په افغانستان کې د ملي تفاهم پر اړتیا غږېدلي

    کوبها نیوزحوت ۱۶, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.