کابل (۱۷ کب ۱۴۰۲): د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، “د دې پرځای چې دغه عملیات چې د مخدره توکو له قاچاقبرو سره وخت په وخت رامنځته شوي، وستایل شي او د امنیتي ځواکونو په بیدارۍ تعبیر شي، په عموم کې له دې موضوع څخه د افغانستان د بې امنه ښودلو لپاره استفاده شوې.”
طالبان وایي، “له نشه يي توکو سره د مبارزې له امله، تیرکال څه د پاسه ۱۴ زره قاچاق وړونکي نيول شوي او محاکمو ته سپارل شوي، څه باندې ۵۵۰۰ ټنه نشه يي توکي له منځه وړل شوي او تر ۱۲ سوه، د مخدره موادو فابریکې ویجاړې شوې او ۱۵ زره او ٣٠٠ هکتاره ځمکه له نشه يي توکو پاکه شوې ده”.
مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، چې “دغه کړنه د ځينو مشخصو استخباراتي کړیو او شریرو جهتونو چې په اسلامي امارت د فشارونو د واردولو ناکامه هڅې کوي په غوښتنه ترسره کیږي”.
طالبان وایي، ددوی حکومت د ملګرو ملتونو رپوټ ته د شک په سترګه ګوري او په دې برخه کې د ملګروملتونو د سازمان له نوم څخه یې سوء استفاده بولي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په اړه په خپل وروستي راپور کې ويلي چې، د تېر میلادی کال له نومبر څخه د روان کال تر جنورۍ پورې په افغانستان کې امنیتي پېښې ۳۷ سلنه زیاتې شوې دي.
په دې رپوټ کې راغلي و چې، د دغو پیښو ډیری برخه د مخدره توکو په کښت او تولید کې ښکیلو افرادو سره شخړې دي.