Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»طالبان پر چینایي انجنیرانو برید د سیمه ییزې همکارۍ کمزوري کول ګڼي

    طالبان پر چینایي انجنیرانو برید د سیمه ییزې همکارۍ کمزوري کول ګڼي

    داسې بریدونه د سیمه‌يیزې همکارۍ د کمزوري کولو په هدف ترسره کېږي، د سیمې هېوادونه باید د مثبتو سیمه‌ییزو همکاریو رامنځته کولو لپاره د ورته بریدونو مخه ونیسي: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت
    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۷, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل ( ۷ وری ۱۴۰۳ کوبها نیوز ) : د ط.البانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په خیبرپښتونخوا کې پر چینايي انجنیرانو نننی برید د خواشینۍ وړ بللی او له پیجینګ او اسلام اباد سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې‌ده.

    نن غرمه مهال د خیبرپښتونخوا په شانګله سیمه کې د موټربم چاودنې په دې پېښه کې پینځه چینايي انجنیران او د هغوی یو پاکستانی چلوونکی وژل شوي دي.

    د دې برید هدف ظاهرا چینايي انجنیران ښودل کېږي، خو  پاکستاني رسنیو دې وژل شوو انجنیرانو ته یوازې د چینايي وګړو اصطلاح کارولې ده.

    د ط.البانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې یادې پېښې ته په اشارې ویل شوي، “داسې بریدونه د سیمه‌يیزې همکارۍ د کمزوري کولو په هدف ترسره کېږي، د سیمې هېوادونه باید د مثبتو سیمه‌ییزو همکاریو رامنځته کولو لپاره د ورته بریدونو مخه ونیسي.”

    په پاکستان کې د چین سفارت د اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې برید د داسو بند پر چینایي انجنیرانو شوی.

    په اعلامیه کې ویل شوي چې د چین سفارت له برید سملاسي وروسته د پاکستان له حکومت سره پر یوه بیړني امنیتی پلان خبرې کړې دي.

    د چین سفارت په پاکستان کې خپلو وګړو ته لارښوونه کړې چې د ممکنه امنیتي پیښو پر وړاندې لازم اقدامات په پام کې ونیسي.

    اخوا د پاکستاني طالبانو ویاند محمود خراساني له پاکستانی رسنیو سره په خبرو کې د دې برید مسولیت رد کړی.

    تراوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی اخیستی، خو دا په لنډ وخت کې پر چینایي اهدافو او د هغوی د فعالیت په ساحه کې درېیم برید دی چې ترسره کیږي.

    د داعش پخواني مبلغ عبدالرحیم مسلم دوست چې اوس د طالبانو د حکومت ملاتړ کوي، پر خپله ایکسپاڼه دې برید ته په غبرګون کې ویلي چې پر چینایانو دغه برید د پاکستان د فشار هڅه ده، چې غواړي چین له افغانستان سره د واخان کوریډور، ټرانزیټ، پانګونې او سیاسي تعامل نه را وګرځوي.

    په ورته وخت کې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) په ګوادر، تربت او بشام کې د وسله والو وروستي بریدونه په کلکه غندلي او دا یې د پاکستان د داخلي امنیت د خرابولو لپاره د کرکې وړ هڅې بللې دي.

    یادې ادارې په خپله اعلامیه کې ویلي، چې په ګوادر او تربت كې د جنګالیو بریدونه په لومړنیو شیبو کې شنډ شوي خو په بشام كې د چینایانو پر لېږدوونکي موټر برید په نتيجه كې د پنځو چينایي وګړو په ګډون شپږ كسان مړه شوي دي. اعلامیه وایي، چې په پاکستان کې د ترهګرۍ په ملاتړ بهرني عناصر شریک دي.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    راشد خان: کرکټ د افغانانو د خوښۍ لامل دي، هیله لرم چې اسټرالیا به له افغانستان سره د کرکټ لوبه لغوه نه کړي

    کوبها نیوزحمل ۲۸, ۱۴۰۳

    طالبان د پاکستان له نوي حکومت څخه د “ورورګلویزو اړیکو” تمه لري

    کوبها نیوزحوت ۲۳, ۱۴۰۲

    قزاقستان او افغانستان د ریل پټلې د نوې شبکې پر جوړولو خبرې کړې دي

    کوبها نیوزثور ۵, ۱۴۰۳

    ملا حسن اخند: پاکستان دی د سوداګریزو او کډوالو مسایلو په اړه یو اړخیزه پریکړه نه کوي

    کوبها نیوزحمل ۲۱, ۱۴۰۳

    پاکستان د جون تر ۳۰مې د افغان کډوالو (PoR) کارتونه تمدید کړل

    کوبها نیوزثور ۷, ۱۴۰۳

    پينو الارچي: م م په کابل کې د کوکنارو بدیل کښت په عنوان نړۍ‌وال کنفرانس جوړوي

    کوبها نیوزحوت ۱۴, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.