Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»طالبان په افغانستان کې فیسبوک محدود او بندوي

    طالبان په افغانستان کې فیسبوک محدود او بندوي

    د فیسبوک د محدودولو دغه اقدام د ځوانانو د تعلیم په پلمه په داسې حال کې کیږي، چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو په مخ د ښوونځیو له تړلو نږدې درې کاله تېرېږي او شپږ میاشتې کېږي چې طالبانو د نجونو پوهنتونونه په بشپړه توګه تړلي دي.
    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۱۸, ۱۴۰۳02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل (کوبها نیوز) – د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست، نجیب الله حقاني وايي، دې وزارت یوه پالیسي جوړه کړې چې له مخې به یې په افغانستان کې د فیسبوک کارول محدود شي او که د دوی مشرتابه موافقه وکړي، دغه ټولنیزه شبکه به په بشپړه توګه بنده کړي.

    د طالبانو د حکومت د مخابراتو سرپرست وزیر له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې د دې پالیسی د جوړولو لامل د ځوانانو له خوا د فیسبوک ډېر کارول بولي او وايي چې په دې شبکه کې د دوی بوختیا د دې لامل شوې چې له زده کړو بې برخې پاتې شي.

    د فیسبوک د محدودولو دغه اقدام د ځوانانو د تعلیم په پلمه په داسې حال کې کیږي، چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو په مخ د ښوونځیو له تړلو نږدې درې کاله تېرېږي او شپږ میاشتې کېږي چې طالبانو د نجونو پوهنتونونه په بشپړه توګه تړلي دي.

    پر رسنیو د طالبانو له بندیزونو او محدودیتونو سره هممهاله، په افغانستان کې ډېرو خلکو په ځانګړې توګه ځوانانو د ازادو معلوماتو او خبري پېښو د تعقیب لپاره ټولنیزو شبکو، په ځانګړې توګه فیسبوک ته مخه کړې ده.

    د میټا شرکت اړوند ټولنیزو شبکو فیسبوک، انسټاګرام او واټس اپ د ۲۰۲۲ کال په جون میاشت کې د طالبانو د حکومت د چارواکو او جنګیالیو پر تبلیغاتو او اکاونټونو بندیز ولګاوه. میټا شرکت په خپله اعلاميه کې د دې کار لامل له دغو شبکو څخه په استفادې د طالبانو د تبليغاتو مخنيوى بللى او د ملي تلويزيون په ګډون، د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټولو دولتي ادارو او رسنيو حسابونه يې بند کړل.

    ددې اقدام په غبرګون کې د طالبانو مشر سترې محکمې ته په یوه حکم کې امر وکړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزارت سره په همغږۍ، د میټا شرکت اړوند ټولنیزو شبکو کارول وڅېړي او په افغانستان کې یې د فعالیتونو په اړه پرېکړه وکړي.

    د طالبانو د فیسبوک بندولو پالیسي په داسې حال کې نهایي کیږي، چې دې ډلې خپله ټوله توجه اوس اېکس/ټویټر او نورو ټولنیزو شبکو ته اړولې ده.

    افغانستان سوداګری، افغانستان، د نجونو مکتبونه، طالبان،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    خوست کې د ډله ییز قبر پاتې شونې خاورو ته سپارل کیږي

    کوبها نیوزدلو ۲۵, ۱۴۰۲

    د اتریش د کورنیو چارو وزیر:  له اروپايي ټولنې دې افغانستان او سوریې ته د کډوالو اخراج بېرته پیل شي

    کوبها نیوزحوت ۱۴, ۱۴۰۲

    ۲۰۲۴ به د چین لپاره له ستونزو ډک اقتصادي کال وي

    کوبها نیوزحوت ۱۳, ۱۴۰۲

    د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوریزو لوبو په وروستۍ لوبه کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه

    کوبها نیوزحوت ۲۲, ۱۴۰۲

    د ترکیې محلي ټاکنو کې دوه افغانان د ښاروالیو څوکیو ته ولاړ دي

    کوبها نیوزحمل ۳, ۱۴۰۳

    د امریکا استخباراتي ادارې: سږ کال به داعش په افغانستان کې ډېرې حملې ترسره کړي

    کوبها نیوزحوت ۲۲, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.