Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    دوشنبه, ۱۹ جوزا, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»طالبان په ولایتونو کې له زده کوونکو د “امارت پېژندنې” ازموینې اخلي

    طالبان په ولایتونو کې له زده کوونکو د “امارت پېژندنې” ازموینې اخلي

    د ازموینې یو برخه وال: "زده کوونکو ته ۱۵۰ پوښتنې ورکول کیږي او له اول تر درېیم مقام پورې یوه برخه ده چې د کمپیوټر په څېر ښې جایزې ورکول کیږي، دغه راز تر ۱۵ نومره پورې جایزې ورکول کیږي".
    کوبها نیوزکوبها نیوزحوت ۱۸, ۱۴۰۲02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل (کوبها نیوز)- د ط.البانو د لوړو زده کړو ، فرهنګ او پوهنې وزارتونه په پوهنتونونو او لیسو کې پر زده کوونکو د امارت پېژندنې مضمون لولي او ازموینې ترې اخلي.
    دغه ډول ازموینې په تېرو شپږو میاشتو کې د میدان وردګو، پکتیا، خوست، بامیان، تخار، سرپل، بغلان، بلخ، دایکندي په شمول د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې ترسره شوې دي.
    د” امارت پېژندنې”په دغه کتاب کې د امارت د پېژندګلوۍ، د امارتي نظام د رهبرۍ، مشرانو، د ط.البانو د غورځنګ پیل، اهدافو، تاریخ او نورو اړوندو مسایلو په تړاو معلومات او بحثونه راغونډ شوي چې هدف یې محصلانو او زده کوونکو ته د امـ.ـارتي نظام ور پېژندل او د امـ.ارت خلاف د تبلیغاتو مخنیوی دي.
    د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو ددې مضمون لپاره ځانګړې ازموینې تنظیم کړې چې د پوهنتونونو او لیسو زده کوونکي او ځوانان پکې برخه اخلي او ممتازو بریالیو کسانو ته ډالۍ ور کوي.
    د چارشنبې په ورځ ورته یوه ازموینه په بلخ پوهنتون کې واخستل شوه چې شاوخوا ۵۰۰ محصلانو او ځوانانو پکې ګډون کړی و.
    د ط.البانو د لوړو زده کړو علمي معیین لطف الله خیرخوا چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و، وویل چې په جمهوري نظام کې ‘ځوانان له خپل فرهنګ نه لرې ساتل شوي وو’ او دوی غواړي ځوانان له خپل تاریخ او فرهنګ سره وصل وساتي.
    “ موږ باید دې ته متوجه وو چې دلته نه د تاریخ خلا موجوده ده، نه د فرهنګ او نه د ارزښتونو خلاء”.
    عزت الله چې په پکتیا کې یې په دغسې یوه ازموینه کې برخه اخستې وایي، چې ډېر زده کوونکي او ځوانان د ازموینې د رقابتي او تشویقي اړخ له امله د امارت پېژندنې کتاب لوستلو ته هڅیږي.
    هغه کوبها نیوز ته وویل: “زده کوونکو ته ۱۵۰ پوښتنې ورکول کیږي او له اول تر درېیم مقام پورې یوه برخه ده چې د کمپیوټر په څېر ښې جایزې ورکول کیږي، خو فکر کوم تر ۱۵ نومره پورې جایزې ورکول کیږي”.
    دغه ازموینې په داسې حال کې اخستل کیږي چې د ط.لبانو حکومت د ښوونځیو او پوهنتونونو په تدریسي نصاب کې یو لړ تغییرات راوستي او په دې وروستیو کې یې پر هغو کتابونو بندیز لګولی چې امارتي نظام یې نقد کړی او یا د لویدیزو ارزښتونو د تبلیغ شک پرې کیږي.

    ازموینه، طالبان،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    بې سرحده خبریالان: طالبان دې رسنۍ ځپونکي اقدامات پای ته ورسوي

    کوبها نیوزحوت ۲۳, ۱۴۰۲

    د ترکیې محلي ټاکنو کې دوه افغانان د ښاروالیو څوکیو ته ولاړ دي

    کوبها نیوزحمل ۳, ۱۴۰۳

    نایجریا له امریکا سره پوځي تړون لغوه کړ

    کوبها نیوزحوت ۲۷, ۱۴۰۲

    د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس: له طالبانو سره تعامل د افغانانو پرمخ څپېړه ده.

    کوبها نیوزحوت ۲۰, ۱۴۰۲

    ایران د مقاومت جبهې غړي د داعش په تور نیولي

    کوبها نیوزحمل ۱۸, ۱۴۰۳

    د افغانستان متحده جبهه وایي، د تېر نظام امنیتي ځواکونه بېرته منسجم کوي

    کوبها نیوزحوت ۱۴, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.