Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»طالبان ګاونډي هېوادونه د داعـش په ملاتړ تورنوي

    طالبان ګاونډي هېوادونه د داعـش په ملاتړ تورنوي

    د منځنۍ اسیا هېوادونه او روسیه له افغانستان سره د اقتصادي- سوداګریزو همکاریو د پراخولو هڅې کوي، خو د سیاسي- سوداګریزو پلاوو په ترکیب کې د دوی امنیتي چارواکو هم په وروستیو اونیو کې کابل ته سفرونه کړي او د امنیتي ګواښونو په اړه یې له طالبانو سره خبرې کړې دي.
    کوبها نیوزکوبها نیوزثور ۶, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل (کوبها نیوز) – د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د افغانستان او قزاقستان د ګډ سوداګریز نندارتون د پرانستلو پر مهال ادعا وکړه چې د افغانستان د ګاوڼډیو هیوادو له ډلی، یو ګاونډی هېواد جنګیالی د داعش په واک کې ورکوي، دویم هېواد دغو جنګیالیو ته له خپلی خاوری د تېرېدو اجازه ورکړې او دریم هیواد هم داعش تمویلوي او د هغې لپاره عملیاتي پلان جوړوي.

    خو امیر خان متقی د کوم مشخص هیواد نوم وانخیست او ونه ویل چې دا همکاري کله پیل شوې او د کومې موخې او هدف لپاره دغه درې هېوادونه د داعش وسله والو ملاتړ کوي.

    تر دې وړاندې هم د طالبانو حکومت استخباراتو ادارې ته نږدې رسنیو له داعش سره د همکارۍ په تور د نیول شویو کسانو مرکې خپرې کړې وې.

    د دغو مرکو په ترڅ کې اکثره نیول شویو کسانو ځانونه د تاجکستان اتباع معرفي کړل او ویې ویل چې په ترکیه کې د داعش ډلې له خوا استخدام شوي او د ایران له لارې افغانستان ته راوړل شوي او کله چې یې غوښتل د پوځي زده کړو لپاره پاکستان ته ولاړ شي، د ډیورنډ کرښې ته نژدی سیمو کې نیول شوي دي.

    که څه هم د منځنۍ اسیا هېوادونه او روسیه له افغانستان سره د اقتصادي- سوداګریزو همکاریو د پراخولو هڅې کوي، خو د سیاسي- سوداګریزو پلاوو په ترکیب کې د دوی امنیتي چارواکو هم په وروستیو اونیو کې کابل ته سفرونه کړي او د امنیتي ګواښونو په اړه یې له طالبانو سره خبرې کړې دي.

    د روسیې او منځنۍ اسیا هیوادونو ځینو رسنیو خبر ورکړی چې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د وروستي سفر هدف او له طالبانو سره د خبرو اصلي موضوع د داعش ډلې فعالیتونه وو.

    روسي رسنیو لیکلي دي چې د منځنۍ اسیا په ځانګړې توګه د تاجکستان چارواکو د روسیې امنیتي چارواکو ته ویلي چې د طالبانو تر واک لاندی افغانستان او تاجکستان ترمنځ لازمه امنیتي همکاري نشته، له همدې امله داعش جنګیالي دې ته متوجه شوي دي.

    روسیې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ته د مسکو د سفر بلنه ور کړې

    تاجکستانی چارواکو روسیی ته ویلی چې په وروستیو کلونو کې منځنی اسیا هیوادونو یو شمیر وګړی په منځني ختیځ او په ځانګړې توګه سوریه کې د داعش له لوری جذب شوی او اوس دوی د افغان کډوالو په لیکو کې د ایران له لارې او بیا منځنۍ اسیا ته ځانونه رسوي.

    خو د کابلوف د سفر په اړه د طالبانو د حکومت د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو په اعلامیه کې د امنیتي خبرو او د داعش د مسلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

    په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا راستنیدو سره، له تاجکستان پرته، د منځنۍ اسیا ټولو هېوادونو او روسیې د طالبانو له حکومت سره خپلې سیاسي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړې.

    که څه هم د تاجکستان چارواکي ادعا کوي چې واک ته د طالبانو په راتګ سره له افغانستان سره پر ګډه پوله د نشه يي موادو قاچاق او د جنګیالیو فعالیت زیات شوی، خو د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو برعکس تاجکستان لا هم د طالبانو له حکومت سره همکارۍ ته نه دی چمتو شوی.

    افغانستان داعش، افغانستان، طالبان، طالبانو سره تعامل،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    د پاکستان په دیني مدرسو کې د افغان زده کوونکو نوم لیکنه ودرول شوه

    کوبها نیوزثور ۱۵, ۱۴۰۳

    پښتانه ملتپال: پاکستان د ګندهارا تمدن د غصب کولو هڅه کوي

    کوبها نیوزحمل ۱۶, ۱۴۰۳

    کرزی او پوتزل په افغانستان کې د ملي تفاهم پر اړتیا غږېدلي

    کوبها نیوزحوت ۱۶, ۱۴۰۲

    د اروپايي هېوادونو نظامي بودجه خپل لوړ ګراف ته رسېدلې

    کوبها نیوزثور ۴, ۱۴۰۳

    منیژه صدیقي د طالبانو له بنده خوشې شوه

    کوبها نیوزحمل ۱۹, ۱۴۰۳

    امریکايي سناتورانو افغانانو ته د ۲۰ زره ځانګړو ویزو د منظورۍ غوښتنه کړې

    کوبها نیوزحوت ۲۴, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.