مزارشریف( ۶ وری ۱۴۰۳ کوبهانیوز) : په شمال د طالبانو د ۲۰۹ الفتح قول اردو مسوولین ادعا کوي چې، په جوزجان کې يې د تېر حکومت د یوه سیمهییز قومندان له کوره د مهماتو یوه لویه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.
د دې قول اردو ویاند اردو وایي، په یاده ډیپو کې ۵٢٨٠ فیره د پیکا، ٧٩ فیره د راکټ ، ۵٠٠٠ فیره د کلاشینکوف مرمۍ او د ١٢ لاسي بمونو په شمول ٢ بکسې د دهشکې مرمۍ شاملې دي.
د هغه په وینا، یاد مختلف النوع مهمات د تېر حکومت د یو سیمهییز قومندان “میرحمزه” په کور کې موندل شوي.
یاد سیمه ييز قوماندان تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
رپوټ: سهراب ستانکزی