کابل: ( ۱۳ کب ۱۴۰۲) ټاکل شوې چې سبا (دوشنبه د کب ۱۴مه) د افغان – ترکمن سوداګرۍ کنفرانس په پلازمینه عشق اباد کې پيل شي.
ټاکل شوې چې په دې کفرانس کې شاوخوا درې سوه افغان سوداګر برخه واخلي.
د ط.البانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست چې، د يوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته تللی، وايي، یاد هېواد غواړي له کابل سره خپله سوداګري ډېره کړي.
نورالدین عزیزي وايي چې هيله لري ترکمنستان هېواد سره د سوداګرۍ په برخه کې نوي تړونونه لاسلیک کړي.
هغه زیاتوي: “د ترکمنستان هېواد د سوداګرۍ وزارت له خوا دا چمتووالی شته چې، د سیخ ګول، خاصو تولیداتو او د مرمر ډبرو په برخه کې له افغانستان سره نوي تړونونه لاسلیک کړي.”
ويل کېږي په دې سفر کې یو شمېر افغان سوداګرې مېرمنې هم برخه لري.
بل پلو باختر اژانس خبر ورکړی چې یاد پلاوي د ترکمنستان د سوداګرو او صنعتکارانو اتحادیې له رییس نوکر قلي آتاقياوف سره هم کتلي او دواړه لوري د کابل او عشق اباد ترمنځ د ټرانزیټ په برخه کې پر اسانتیاوو رامنځته کېدو هم غږېدلي دي.
په ورته مهال د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په دې تړاو خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې، په دې ناسته کې یې د پانګونې لپاره لارو چارو د برابرېدو په اړه خبرې کړې دي.