کابل( ۱۴ کب ۱۴۰۲ ): د افغانستان او ترکمنستان د سوداګرۍ فوروم له پیلېدو سره هممهال په پلازمینه عشقاباد کې د افغان توکو نندارتون هم پرانېستل شو.
د ترکمنستان دولتي خبري اژانس TDHد راپور پر بنسټ د نندارتون د پرانستې په څنډه کې د ترکمنستان هېواد له دولتي پلاوي سره افغان سوداګرو او د ط.البانو د حکومت پلاوي لېدلي دي.
په دې لېدنه کې د کابل ـ عشقاباد پر ګډې سوداګرۍ او پانګونې خبري شوي دي.
د ط.البانو حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په دې پرانېسته غونډه کې ويلي، چې هيله لري د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ برخه کې همکارۍ لا زیاتې شي.
په ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د نورالدین عزيزي په مشرۍ ترکمنستان ته تللي پلاوي يې د ترکمنباشي بندر څخه هم لېدنه کړې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ياد پلاوي مشر نورالدین عزیزي دا لار له افغانستان سره د ټرانزیټ لپاره غوره بللې ده.
د افغان – ترکمن سوداگرۍ فوروم تر پيلېدو دمخه د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست ويلي و، چې ترکمستان لېوالتیا لري څو له کابل سره د مرمر ډبرو، سیخ ګول او خاصو تولیداتو په برخه کې نوي تړونونه لاسلیک کړي.
ویل کېږي، چې په دې کفرانس کې شاوخوا درې سوه افغان سوداګر برخه لري.