کوبها نیوز(۵ وري ۱۴۰۳)
د ملګرو ملتونو سرمنشي، چې د رفح بندر ته تللی غزه کې د بشري ناورین خبرداری ورکوي.
انتوني ګوتریش وایي، چې د رفح بندر کې یې د فلسطینانو ستونزې، دردونه او مصیبتونه له نږدې کتلي او پر اسرائیلو غږ کوي، چې نور پر غزې باندې له زیات تیري لاس واخلي.
ګوتریش وايي ډېر خواشینی دی چې په روژې میاشت کې د دروازې یوې خوا ته خلک، ښځې او ماشومان له لوږې مري، خو د دروازې بلې خوا پر خوراکي توکو او مرستو بار د موټرو کاروانونه ولاړ دي او اسرائیل ددغو مرستو لېږد ته اجازه نه ورکوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي نور ددې وخت را رسیدلی چې د دواړو لوریو ترمنځ فوري اوربند وشي، د مرستو انتقال ته اجازه ورکړل شي او برمته شوي کسان ازاد شي، کنه د نوموړي په خبره ددې وضعیت دوام به د غیر نظامیانو لپاره ناوړه پایلې ولري.