کابل (۵ وری ۱۴۰۳ کوبها نيوز): د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د رفح پولې ته څېرمه د فلسطینیانو د کړاو په ليدلو سره د اوربند غوښتنه کړې ده؛ هغه څه چې په مکرر ډول د ملګرو ملتونو په سټېج ويټو شوي.
ګوترش د فلسطيني وګړو پر وړاندې د اسراییلو له خوا بندې شوې مرستې اخلاقي غصه وبلله.
له دې سره هممهاله د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلنکن غزه کې د اوربند او بشري مرستو د لېږد لپاره په منځني ختيځ کې له خپلو ملګرو هېوادونو سره چې پر فلسطين او اسرايیل اغيز لري، د اوربند لپاره ډيپلوماټيکې هڅې پيل کړې دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اسراییلو مشر ته په يوه خبرداري کې ويلي چې د رفح ځمکنی برید به د نورې انزوا خطر ډېر کړي.
امريکا هڅې پيل کړې چې په روژه کې اوربند ته لار اواره کړای شي.
اوس چې د روژې څوارلس ورځې پاى ته ورسېدې د اوربند هڅه ناکامه ښکاري.
غزه کې لوږې او جګړې د لوږې او مرګ ژوبلې کچه لوړه کړې ده. د حماس دفتر ویلي چې یو بل اسراییلي بندي د لوږې او درملو د نشتوالي له امله مړ شوی دی.
د حماس سیاسي دفتر په وينا، د اوربند په خبرو کې د نورو وړاندیزونو په اړه خبرو ته چمتو نه دی، ځکه اسراییلو له پخوانيو تړونونو شاتګ کړى دی.
راپورونه وايي غزې ښار ته نږدې د کويت په څلور لارې کې اسرايلي پوځيانو په مرسته غوښتونکو ډزې کړې چې شاوخوا ١٩ فلسطيني وګړي يې وژلي دي.
د غزې په مرکزي ښار کې د الشفاء روغتون شاوخوا سيمه کې سخته جګړه روانه ده، چې له امله یې ناروغان په کلابنده شويو تاسیساتو کې دننه مري.
اسرائیلي ځواکونه ادعا کوي، چې هلته يې له ۱۷۰ ډېر فلسطيني وسله وال وژلي او له اتو سوو ډېر شکمن کسان یې نیولي دي.
خو حماس وايي، وژل شوي او ټپيان د روغتون کارکوونکي او بې ځایه شوي ولسي وګړي دي.