کابل: (۱۳ کب ۱۴۰۲، کوبها نیوز) د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت له دوه کورني شرکتونو سره د غور د سربو او جستو کانونو د اکتشاف او استخراج تړونونه لاسلیک کړل.
د یاد وزارت ویاند همایون افغان رسنیو ته وویل چې، یاد قراردادي شرکتونه به د غور د تولک ولسوالۍ د لومړي بلاک او د دریم بلاک نیمایي برخې سرب او جست استخراج کړي.
د طالبانو حکومت د کانونو وزارت د دغو قراردادي شرکتونو نومونه نه دي اعلان کړي؛ خو د طالب چارواکو په وینا د یادو شرکتونو مسوولینو ژمنه کړې چې، په اړوندو کانونو به ۹۵ میلیونه امریکايي ډالر پانګونه وکړي.
مسوولان وايي، له یادو کانونو ترلاسه شوي سرب او جست به په افغانستان کې پروسس کیږي.
د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان ادعا کوي چې، د یادو قراردادونو پراساس به له قراردادي شرکتونو ۲۰ سلنه مالیه او ۲۰ سلنه د کان کېندنې او پروسس کرایه اخېستل کیږي
ویل کېږي چې یاد شرکتونه به د چاپيریال ساتنې په برخه کې هم پانګونه کوي.
یاد وزارت د روان کال د سلواغې په ۲۱مه هم له یوه خصوصي شرکت سره د غور د شهرک ولسوالۍ د سرب او جستو د درېیم کان د تړون له لاسلیکولو خبر ورکړی و.
د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت هغه مهال ويلي و چې، د دغه کان په استخراج او پروسس به ۲۴۷ مېلیونه او ۴۴۱ زره ډالره پانګونه وشي.
طالب چارواکو تراوسه د یاد قرارداد د کارونو پيلېدو او څرنګوالي په تړاو څه نه دي ويلي.
طالبانو له تېر یوه نیم کال راهیسې د کانونو د استخراج او اکتشاف تړونونو د لاسلیک لړۍ پیل کړې، خو ځينې کورنۍ او بهرنۍ څارونکې ادارې د یادو قراردادونو د شفافیت په اړه اندېښنې لري.