کابل( ۱۶کب ۱۴۰۲) د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز وايي، د افغانستان هوايي حریم لا هم د امریکا په کنټرول کې دی.
فصیح الدین فطرت له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د هېواد هوايي حریم لا هم د امریکا له لوري اداره کیږي او دغه هېواد د افغانستان له فضايي حریم څخه سرغړونه کوي.
د فطرت په وینا، امریکايي بې پیلوټه الوتکې وخت ناوخته د افغانستان پر فضا الوتنې کوي.
فطرت وایي، په کورنیو چارو، استخباراتو او دفاع وزارتونو کې د ط.البانو د فعالو سرتیرو شمېر ۵۰۰ زره او د اردو ۱۷۲ زره تنه دی.
فطرت د ډیورنډ کرښې په تړاو وایي، چې د دوی حکومت دغه کرښه یوه فرضي کرښه ګڼي.
شنبه, ۸ جدی, ۱۴۰۳
وروستي مطالب:
- اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
- د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
- بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
- حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
- جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
- قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل