د ازبکستان او قزاقستان ولسمشرانو د ازبکستان په خفا ښار کې د لیدو په مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د یو شمېر تړونونو د لاسلیکولو تر څنګ، د ټرانس- افغان ریل پر پټلۍ په ګډه پانګونه هم هوکړه وکړه.
د ټرانس-افغان ریل پټلۍ پروژه چې په لومړي سر کې پری د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ په ۲۰۱۷ کال کې هوکړه شوې وه، تېر کال یی رسمی هوکړه لیک د درې واړو هېوادونو د استازو له خوا په اسلام اباد کې لاسلیک شو.
د ۵۷۳ کیلومترو په اوږدوالی د ټرانس-افغان ریل کرښه، چې د ازبکستان له ترمذ ښار څخه پیل او له مزارشریف او کابل ښارونو څخه په تیریدو سره له پېښور سره نښلول کیږی، ټول لګښت یې ۴،۵ میلیارده ډالره اټکل شوی دی.