کابل (کوبها نیوز) – د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ د سوداګرو او پانګوالو یو پلاوی کابل ته راغلی او د طالبانو له حکومتي چارواکو سره یې د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کوی.
د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له دفتر په خپره شوې اعلامیې کې ویل شوی چې، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سارک ژومانګارین له ملا عبدالغنی برادر سره په کتنه کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د ریل پټلې د نوې شبکې د جوړولو وړاندیز وکړ.
دغه شبکه چې افغانستان به د ترکمنستان له لارې له قزاقستان سره ونښلوي، د قزاقستان د ریل پټلۍ له لارې به افغانستان له چین او اروپا سره ونښلول شي.
که څه هم دغه هوکړه په لومړي پړاو کې ده، خو د قزاقستان چارواکو ویلي، چې د افغانستان او قزاقستان تر منځ به د دغې شبکې د سروې لپاره یو ګډ شرکت جوړ کړي.
له بلې خوا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقی او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال د کابل او استنی ترمنځ د مستقیمو الوتنو پر پیل موافقه کړې ده.
قزاقستان د تېر کال په ثور میاشت کې په استانه کې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاره، خو د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال اعلان وکړ چې دا کار د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو په معنا نه دی، بلکې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په هدف ترسره شوی دی.
اوس د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له قزاقستانه غوښتي چې په قزاقستان کې د افغانستان د ډیپلوماټیک ماموریت کچه لوړه کړي، خو د قزاقستان پلاوي دې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.
د قزاقستان دغه پلاوی چې د یوه ګډ سوداګریز نندارتون د پرانیستلو په هدف کابل ته راغلی، په کې قزاقستاني سوداګر او پانګوال هم شامل دي او ټاکل شوې چې له طالب چارواکو سره د کانونو، ریل پټلې، انرژۍ او حکومتوالۍ په برخو کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړي.