کابل ( کوبها نیوز)— د قزاقستان ولسمشر قاسم جمارت توکایف وايي، طالبان یې د تروریستي سازمانونو له نوملړ څخه ایستلي دي.
توکایف دغه اعلان د ډله ییز امنیت تړون سازمان (CSTO) له پارلماني مشرانو سره په کتنه کې اعلان کړ.
د قزاقستان د دولتي خبري اژانس د رپوټ له مخې، هغه وویل، “زموږ د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره دا ګام اړین دی.”
د قزاقستان ولسمشر وایي، د سیمه ییزو همکاریو په برخه کې د افغانستان فعال رول ددوی په ستراتیژیکو لومړیتوبونو کې شامل دی.
دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په دې وروستیو کې ویلي چې روسیه هم له تور لېست څخه د طالبانو د ایستلو په اړه غور کوي.
د چارو شنونکي په دې باور دي چې د قزاقستان د دولت دغه پرېکړه مسکو ته هم لاره پرانېزي چې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړ نه وباسي.