Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»لاوروف: طالبان اوس د افغانستان حقیقي ځواک دی

    لاوروف: طالبان اوس د افغانستان حقیقي ځواک دی

    دوه میاشتې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو په یوه داسې طرحه کار پیل کړ چې له مخې یې مسکو غوښتل د «ممنوعه سازمانونو» له نوملړ څخه د طالبانو نوم لرې کړي او اوس دغو دواړو وزارتونو د دغې طرحې پایلې د روسیې ولسمشر ته وړاندې کړې دي.
    کوبها نیوزکوبها نیوزجوزا ۷, ۱۴۰۳04 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    مسکو (کوبهانیوز) – د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، طالبان اوس مهال په افغانستان کې “حقیقي ځواک” دی او مسکو غواړي له دوی سره په اړیکو کې بدلون راولي.

    د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د «ممنوعه سازمانونو» له نوملړ څخه د طالبانو د نوم د ایستلو په اړه د هغه هېواد د عدلیې او بهرنیو چارو وزارتونو د وړاندیز په تړاو ویلي، چې مسکو له ۲۰۲۱ کال راهیسی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او دا واقعیت مني او پر افغانستان د طالبانو واکمني د “یوه واقعیت” په توګه مني.

    روسیه د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د نوم پر ایستلو غور کوي

    په همدې حال کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف تاس خبري اژانس ته ویلي، چې طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنی وروسته اوږد مزل وهلی، خو د ده په وینا اوس هم ځینې شرایط شته چې د مسکو له لوری د طالبانو حکومت د په رسمیت پیژندلو په وړاندی خڼډ دی.  

    که څه هم کابلوف د دغو خنډونو یادونه نه ده کړې، خو ټینګار کوي چې مسکو اړ دی ترڅو په یو ډول له طالبانو سره اړیکه کې وي: “د طالبانو نوم باید د ممنوعه سازمانونو له نوملړ څخه وایستل شي، ځکه له دې پرته د طالبانو په رسمیت پیژندل ناشوني دي. له همدې امله موږ له دې لیست څخه د دوی د نومونو د ایستلو په اړه کار کوو.”

    دغه روسي ډيپلومات وايي، مسکو تر اوسه له طالبانو سره هېڅ ډول ډيپلوماټيکې راشه درشه نه لري. له همدې امله د تېرو کلونو پر خلاف، د طالبانو د واکمنۍ په درېیو کلونو کې مسکو هېڅکله هم طالبانو ته د افغانستان او روسیې د ډیپلوماتیکو اړیکو د ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغام نه دی لېږلی.

    د روسیې د بهرنیو چارو او د عدلیې وزارتونو د روان کال په حمل میاشت کې پر یوه پلان کار پیل کړ، چې پر بنسـ به یې د «ممنوعه سازمانونو» له نوملړ څخه د طالبانو د ایستلو څرنګوالی ارزول کېږي او کریملین ته به یې وړاندیز کېږي.

    په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، مسکو غواړي له افغانستان سره د سوداګریزو راکړو ورکړو د پراخولو ترڅنګ، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له طالبانو سره د همکارۍ لړۍ پیل کړي.

    د روسیې د بهرنیو چارو په وزارت کې د اسیا د څانګې مشر، ضمیر کابلوف د دغه هېواد ۲۴ تلویزیون ته وویل، طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د داعش د ځپلو لپاره، چې مسکو یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پیژني، هېڅ راز هڅه نه ده سپمولي.

    کابلوف وویل: “موږ نه یوازې په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د همکارۍ هیله لرو، بلکې د قانون د حاکمیت په برخه کې هم غواړو، چې په افغانستان کې د قانون د پلي کوونکو ادارو ظرفیت لوړ کړو، څو وکولای شي د ترهګرو ډلو د ځپلو وړتیا ومومي.”

    روسیه: غواړو له طالبانو سره پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې وکړو

    تېر کال په مسکو کې د کنسرت پر تالار له وسله وال برید وروسته، روسیې د سیمې له یو شمېر هېوادونو سره د ترهګرۍ، په ځانګړې توګه له داعش سره د مبارزې په اړه بحثونه وکړل، خو تر دې مهاله د مسکو او طالبانو ترمنځ د رسمي خبرو راپور نه دی ورکړل شوی.

    په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د قزاقستان او ترکمنستان په همکارۍ سویلي اسیا ته د روسیې د میلیونونو ټنو نفتو د صادرولو په پلان کار کوي، د مسکو یوه پلاوي دوه اونۍ وړاندې کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته ډاډ ورکړ چې روسیه به په نړیواله غونډه کې د طالبانو د حکومت د دریځ ملاتړ وکړي.

    دا په داسې حال کې ده، چې د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې او د نجونو پر زده کړو د جدي محدودیتونو په ګډون، د یوه مشروع حکومت د رامنځته کولو لپاره د هڅو نه کولو له امله د طالبانو پر حکومت د نړیوالې ټولنې او افغانانو نیوکې پر خپل ځای دي او طالبانو هم په دې اړه کوم انعطاف نه دی ښودلی.

    افغانستان سوداګری، افغانستان، روسیه او طالبان، طالبان محدودیتونه، طالبان، طالبانو سره تعامل،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    روسیه غواړي د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته میلیونونه ټنه نفت صادر کړی

    کوبها نیوزثور ۱۴, ۱۴۰۳

    امریکا له طالبانو سره خبرو ته چمتووالی وښود

    کوبها نیوزثور ۱۲, ۱۴۰۳

    د طالبانو مامورین د جمهوریت کارکوونکي روحي شکنجه کوي

    کوبها نیوزحمل ۱۶, ۱۴۰۳

    قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل

    کوبها نیوزجوزا ۱۴, ۱۴۰۳

    عشق‌اباد کې د افغان توکو نندارتون په پرانېستل کېدو، د افغان ـ ترکمن سوداګرۍ کنفرانس پيل شو

    کوبها نیوزحوت ۱۴, ۱۴۰۲

    دا اوونۍ به پر اسمان “لکۍ لرونکی شیطان” وګورئ

    کوبها نیوزثور ۱, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.