د مایکروسافټ AI چیټ بوټ ،کوپيلټ به اوس د GPT-4 ټربو او ۳ DALL-E سره په بې ساري ډول د کار جوګه وي. د AI پرمختګونو کې له وروستي زیاتوالي وروسته، مایکروسافټ اعلان وکړ چې کوپيلټ AI چیټ بوټ به د نورو پرمختګونو په مینځ کې د وروستي OpenAI ماډل ، GPT-4 ټربو ، او DALL-E 3 عکس جنریټر سره مدغم شي.
له دې وړاندې GPT-4 ټربو ته لاسرسی د Copilot Pro خدماتو په پېرنې سره ممکن و، چې هره میاشت ۲۰ ډالره لګښت کیږي. GPT-4 ټربو ماډل د پخوانۍ نسخې په پرتله ګړندی دی، ډیر دقیق او کاروونکو ته غوره وړاندیزونه او ځوابونه ورکوي.
GPT-4 ټربو د خپل سرعت، دقت او د پیچلو او اوږدو دندو د ترسره کولو وړتیا له امله مشهور دی. د کوپيلوټ کاروونکي له دې ماډل نه د چټک کوډ تولید، غوره وړاندیز او ځواب ویلو تمه لرلی شي.
OpenAI لومړی د ۲۰۲۳ په نومبر کې GPT-4 ټربو معرفي کړ. دا ماډل کاروونکو ته اجازه ورکوي چې تر ۳۰۰ مخونو پورې پرامپټونه ولیکي.
دا په وروستیو وختونو کې په Copilot کې یوازینی بدلون نه دی چې پیرونکي یې تجربه کوي. له دې وړاندې هم مایکروسافټ اعلان کړی و چې ټول کوپيلټ پرو کاروونکي اوس کوپيلټ GPT Builder کارولی شي.