کابل (کوبها نیوز)- د کورنیو چارو پخوانی وزیر مسعود اندرابي وایي، طالبان په لونګۍ ‘پښتونیزم’ پرمخ وړي او پخواني ولسمشر غني په نکټایي پښتونیزم ته کار کاوه.
په ټولنیزو رسنیو کې په افشا شوي غږ کې مسعود اندرابي استدلال کوي چې د نورو قومونو په پرتله د پښتنو ګټو ته د لومړیتوب ورکولو دا ډول هڅې نه یوازې د منلو وړ نه دي بلکې د هیواد یووالي او پرمختګ ته هم زیان رسوي.
اندرابي وايي چې قومپالنه د منلو وړ نه ده او د افغانستان راتلونکی نسل به متعصبو ته د واکمنۍ اجازه ورنه کړي. هغه دغه راز علي احمد جلالي “نکټایي دار طالب” ګڼلی او وایي، دا چې ویل کیږي پښتون بايد واکمن او مرستيالان يې د نورو قومونو وي، اوبو وړی خوب دی.
هغه دې اډیو کې د طالبانو خلاف د “بنیاد اینده افغانستان” غورځنګ د پیلولو خبره کوي.
مسعود اندرابي د مخکیني ولسمشر اشرف غني په حکومت کې د کورنیو چارو وزیر و او د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې له دې څوکۍ لرې کړای شو.