کابل (۵ وری ۱۴۰۳کوبها نیوز) – د طالبانو روحاني مشر ملا هبت الله اخوندزاده په یوه غږیزه وینا کې خبرداری ورکړی چې طالبان د لویدیځ پر وړاندې لاهم جګړې ته چمتووالی لري.
ملاهبت الله په دغه غږیز فایل کې چې، د خپریدو کره نېټه یې نه ده روښانه وایي، د لویدیځ او ډیموکراسۍ پرضد به یې مبارزه دوام ولري او دوی چمتو دي چې د غرب خلاف شل کاله نور هم وجنګیږي.
« دغرب خلاف به علماء مقابله کوي، د دیموکراسۍ خلاف به علماء مقابله کوی، دا نن علما وو چې دیموکراسي یی پرځمکه ننویسته، دا علماء وو چې د غرب بیړۍ یې غرقه کړه، دا مجاهدینو چې پرون قربانۍ ورکړې، غربیانو ته وایو شل کاله جنګیدلي یو شل کاله نور به هم جنګیږو»
ملا هیبت الله وایي، د شریعت د پلیتابه لپاره د لویدیځ هیڅ ډول فشار نه مني اوعلماء به د هغو پر خلاف مبارزه کوي.
نوموړی وایي، له دې وروسته به عملا شریعت نافذوي، د سنګسار په ګډون به ټول حدود پلي کوي او په دې برخه کې د هیچا فرمایش نه مني.
« موږ د الله حدود نافذوو، تاسې به واياست چې دا د ښځو حقوقو پایماله کېدل دي چې په ډبرو یې ولئ. سبا به موږ د زنا حد تطبیقوو په عام محضر کې به یې په ډبرو ولو او یا به ښځې په دورو وهو، دا ټول ستا د ډيموکراسي خلاف دي. په دې هر یوه به ستا سره مقابله کوو.»
د ملا هبت الله دغه غږیز پیغام ظاهراً د هغونړیوالو او کورنیو بنسټونو او افرادو لپاره جدي ځواب دی چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر سیاست نیوکې کوي او له دې ډلې د تغییراتو هیله لري.
شنونکي وایي، ښایي د دې غږیز فایل خپریدل هغو منځلارو طالب مشرانو ته هم یو پیغام وي چې، غواړي له لویدیځ سره په ځینو مسایلو کې نرمښت وښيي.
د طالبانو مشر له دې وړاندې هم ورته څرګندونې کړې وې، خو دا لومړی ځل دی چې نوموړی د میرمنو او لویدیځ پر وړاندې دغه راز تونده لهجه کاروي.
یکشنبه, ۹ جدی, ۱۴۰۳
وروستي مطالب:
- اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
- د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
- بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
- حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
- جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
- قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل