کابل (کوبهانیوز) – د طالبانو د حکومت رییسالوزرا د پاکستان لومړي وزیر ته د اختر په پیغام کې له اسلام اباده غوښتی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو مسایلو د حل او د مهاجرینو د مسلی په اړه یو اړخیزه پرېکړه ونه کړي.
د طالبانو د حکومت رییسالوزرا، ملا محمد حسن اخند په یوه لیک کې شهباز شریف او د پاکستان خلکو ته د کوچني اختر مبارکي ویلي او ډاډ یې ورکړی چې د ده په مشرۍ حکومت له پاکستان سره د ښو سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخول غواړي.
په دغه لیک کې د طالبانو د حکومت رییسالوزرا هیله څرګنده کړې چې پاکستان به د مهاجرینو، ټرانزیټ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په مسلو کې یو اړخیزې پرېکړې ونه کړي او د متقابل تفاهم لاره به خپله کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې د پاکستان ځینو دولتي ادارو له اختر وروسته له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د دویمې څپې د پیل اعلان کړی دی.