کوبها نیوز( ۸ حمل ۱۴۰۳)
د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان په خپل یوه تازه راپور کې د هغو افغان پناه غوښتونکو ارقام خپاره کړي، چې په تېره یوه لسیزه کې مقصد ته تر رسیدو مخکې پر لاره مړه شوي او یاهم لادرکه شوي دي.
ددې راپور پر اساس هغه افغانان چې بهرنیو هیوادونو ته د پناه غوښتنې په نیت تللي له هرو درې کسانو څخه یوه یې پر لاره خپل ژوند بایللی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان د راپور له مخې په تېره یوه لسیزه کې ۶۳ زره افغان پناه غوښتونکي مړه شوي او یا یې مړی او ژوند ورک شوی دی.
ددې راپور له مخې تېر ۲۰۲۳ کال د افغان پناه غوښتونکو لپاره ډیر خونړی و، ځکه په دې کال کې نږدې ۱۲ سوه افغان پناه غوښتونکي مړه شوي دي.
راپور کې راغلي، چې د افغان پناه غوښتونکو ډېره مړینه د ایران پر لاره رامنځ ته شوې
ددې راپور له مخې
« په ۲۰۲۳ کال کې هدف ته تر رسیدو مخکې ۱۱۸۱ افغان پناه غوښتونکي مقصد ته تر رسیدو مخکې پر لاره مړه شوي، په داسې حال کې، چې په ۲۰۲۲ کال کې ۷۳۳ افغان پناه غوښتونکو مقصد ته تر رسیدو مخکې پر لاره ژوند بایللی، ډېره مړینه د ایران پر لاره رامنځ ته شوې.»
د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان یا آی او اېم د راپور له مخې له ۲۰۱۵ کال وروسته دا لومړی کال دی، چې د مهاجرت پر لاره ډېر افغان پناه غوښتونکي خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د آی او اېم په دې راپور کې همداراز راغلي، چې ښايي دغه شمېرې د مړو شویو کسانو د واقعي شمېرو یوه برخه وي، ځکه د مهاجرت پر لاره د ډېرو افغان پناه غوښتونکي مړي او ژوندي نه دي معلوم شوي.
د اسیايي هیوادونو په کچه افغانستان له هغو هیوادونو دی، چې تېرکال یې د مهاجرت پر لاره ډېر وګړي مړه شوې دي.
په تېره یوه لسیزه کې ۲۰۲۳ کال تر ټولو خونړی بلل شوی چې د رپوټ له مخې په دې کال کې د مختلفو هیوادونو ټول ۸۵۰۰ پناه غوښتونکي مړه یا ورک شوې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان دا راپور داسې مهال دی، چې لاهم ډيری افغانان په ځانګړې توګه افغان ځوانان له قاچاقي لارو بهرنیو هیوادونو ته د رسیدو هڅه کوي.