ملګرو ملتونو په پاکستان او ایران کې مېشتو افغان کډوالو سره مرستي لپاره له نړیوالې ټولنې د ۶۲۰ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یوی اعلامیی کې ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په ایران او پاکستان کې له څلور میلیونو ډېر افغان کډوال مرستو ته اړتیا لري او دغه اداره د دغو کډوالو د ملاتړ لپاره شپږ سوه شل میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو پر بنسټ، تېر کال په ایران او پاکستان کې له دې ادارې سره ۷،۷ میلیونه افغان کډوال ثبت شوي وو او په تېرو دوو کلونو کې یو نیم میلیون یې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.