کابل (کوبها نیوز) – د ښځو د خود جوشه خوځښت په نوم د یوه مدنی بنسټ يوې غړې کوبهانیوز ته وويل، چې د ښځو د حقونو فعاله منیژه صديقي له شپږ مياشتني بند وروسته د یکشنبی په ورځ خوشې شوه او په کابل کې خپلې کور ته ستنه شوې ده.
کابو شپږ میاشتې مخکې طالبانو منیژه صدیقي په کابل کې د ښځو له حقونو څخه د دفاع په خاطر په یوه لاریون کې د ګډون په تور نیولې وه.
مېرمن صديقي دا شپږ مياشتې د محکمې له حکم پرته په بند کې ساتل شوې وه او تېره اوونۍ د ښځو د حقونو يو شمېر فعالانو خبر ورکړ چې په زندان کې ورسره ناوړه چلند کېږي او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ بللی وو.
له هغه وروسته طالبانو منیژه صدیقي په زندان کې دننه یوه خبري کنفرانس ته حاضره کړه او مېرمن صدیقي په هغه غونډه کې د خپل روغتیايي وضعیت په اړه ډاډ ورکړ، خو پر ځان یی لګېدلي تورونه رد کړل او د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.
که څه هم طالبانو د اختر د را رسیدو په درشل کې یو شمېر خبریالان او مدني فعالان له خپلو زندانونو خوشې کړل، خو څه باندې یوه میاشت کېږي چې د طالبانو استخباراتو په ننګرهار ولایت کې لیکوال او ژورنالیست عزت الله ځواب نیولی، خو د هغه د برخلیک په اړه هیڅ راز معلومات نه دی خپاره شوی.
له بلې خوا د هرات د ښځو د زندان پخوانۍ رييسه عالیه عزيزي، چې دوه کاله مخکې د طالبانو له خوا نيول شوې ده، خپلوان یی وایی چې تر اوسه د طالبانو له خوا د هغې د ځای ځایګی او پر هغې د لګېدلو تورونو په اړه معلومات نه دی ورکړل شوي.