کابل: ( ۱۳ کب ،۱۴۰۲، کوبها نیوز) د ط.البانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې وويل چې ګواکې له نړۍ سره ښې اړيکې او مثبت تعامل لري.
مولوي عبدالکبیر وايي، حکومت يې په اقتصادي او سیاسي برخه کې په انزوا کې نه؛ بلکې د هغه په ټګو ښه لور ته روان دی.
نوموړي وویل: “موږ پر نړۍ غږ کوو، تاسو پرته له دې چې موږ سره تعامل وکړئ بله لاره نهلرئ.”
د ط.البانو دغه جګپوړی چارواکی زیاتوي چې، دا مهال د ده په ټکو له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره په ازاده توګه اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لري.
هغه په خپلو خبرو کې د افغانستان اوسنۍ انزوا منفي تبلیغات یاد کړل او ویې وویل، چې اسلامي امارت په اقتصادي او سیاسي برخو کې د پرمختګ په لور روان دی او دا مهال له شاوخوا ۳۸ هېوادونو سره ډیپلوماتیکې اړیکې لري.
نړۍ سره تعامل
د ط.البانو سرپرست حکومت د اقتدار له پيله تراوسه هیڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
تر دې مخکې ط.الب چارواکو له نړۍ سره د مثبت تعامل لرلو خبره کړې او ويلي يې دي چې له ځينو هېوادونو سره په سوداګريزو اړیکو سربېره هلته فعالې سیاسي نمايندهګي لري، خو دا لومړی ځل دی چې يو جګپوړی مقام يې نړۍوال له دوی سره تعامل ته اړمن بولي.
د مولوي عبدالکبیر تر دې څرګندونو یوازې درې ورځې دمخه د سپینې ماڼۍ ویاند په افغانستان کې د ط.البانو له خوا د امریکايانو نیول د کابل او واشګټن ترمنځ د مثبت تعامل پر وړاندې یو ستر خنډ بللی و.
د دغه وزارت ویاند مټيو مېلر ويلي و: “موږ په پرله پسې توګه ط.الب استازو سره په غونډو کې په افغانستان کې د بندیانو په سمدستي خوشې کېدو ټینګار کړی. موږ دا ويلي چې کړکېچ د مثبت تعامل په وړاندې یو مهم خنډ دی.”
خو پر دې سربېره بیا نړیواله ټولنه د نجونو زده کړه، د ښځو حقونه، همه شموله حکومت، د بیان ازادي په څېر شرایط له ط.البانو سره د تعامل لپاره خپل اساسي شرایط ګڼي.