کندهار(کوبهانیوز)- د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د کوچني اختر خطبه کې د خپل حکومت پر غړو غږ وکړ چې دښمن پرون د بې پیلوټه الوتکې او بمونو له لارې جګړه کوله، خو نن د تبلیغاتو له لارې جګړه پرمخ وړي او طالبان یې باید پر وړاندې ودریږي.
مولوي هبت الله د کندهار په مرکزي عیدګاه کې راټولو شویو لمونځ کوونکو ته د اختر لمانځه خطبه او وینا کې وویل چې نن هم باید طالبان د پرون په څېر ځانمرګي بریدونه وکړي او د تبلیغاتو او افتراق پر وړاندې ودریږي، “دښمن کوښښ کوي چې اسلام او دا نظام خلکو ته معیوب معرفي کړي، پر مشرانو یې عیبونه کیږدي چې دا د حکومت وړ خلک نه دي او دا د ملا نظام دی، د طالب او یوې ډلې نظام دی”.
په داسې حال کې چې د طالبانو په حکومت کې پر اکثریت پوستونو او څوکیو طالبان ګومارل شوي او غوڅ اکثریت لوستي او مسلکي خلک په کورونو ناست دي، د طالبانو مشر په جومات کې ناست خلک مخاطب کړل چې دوی د طالبانو په څېر په دې نظام کې شریک دي او ده ته یې ترمنځ ذره فرق نشته او خلک باید د نظام مرسته او ملاتړ وکړي.
هبت الله په خپلو خبرو کې له نړۍ سره ظاهرا مفاهمې ته تیاری وښود، خو ویې ویل چې دا هرڅه به د اسلام په دایره کې دننه ترسره کوي.
د بشري حقونو نړیوال سازمانونه او ملګري ملتونه پر طالبانو نیوکې کوي چې د سنګسار او نورو حدونو په پلي کولو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي، خو د طالبانو مشر دا خپل مجبوریت وباله او ویې ویل، ددوی نظام او قاضیان په دې برخه کې ملامت نه دي، بلکې دوی مجبور دي چې شرعي احکام پلي کړي او که نه خلک به یې پوښتنه وکړي.
په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو تر حکومت لاندې ګڼ پخواني سیاسي مشران په کابل او ولایتونو کې اوسیږي، خو د سیاسي فعالیتونو، په غونډو کې د برخې اخستو او بهرنیو سفرونو اجازه نه لري او د خپرو شویو رپوټونو له مخې ګڼ پخواني سرتېري په زندانونو کې ساتل کیږي او یا تر تعقیب لاندې دي.
مولوي هبت الله د عمومي عفوې مسالې ته په اشاره وویل، چې دوی ټولو پخوانیو چارواکو ته بښنه کړې او که دوی د بشري حقونو ناقضان او ترهګر وای خپل ټول مخالفان یې محاکمه او اعدام کولای شوای.
هبت الله د خپلې وینا په وروستۍ برخه کې وویل چې د اقتصادي ودې لپاره یې د فابریکو یو نوی ریاست جوړ کړی چې افغانستان په خپلو پښو ودروي.
د طالبانو مشر په داسې حال کې د کوچني اختر په لمانځه کې خطبه واوروله چې د عیدګاه شاوخوا او کندهار ښار کې د پېښو د مخنیوي په هدف له څو اونیو راهیسې شدید امنیتي تدابیر نیول شوي دي.