هرات (۲۴کب۱۴۰۲) په هرات ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله خلکو ته سخت ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
د هرات ځایي چارواکي وايي دا سیلابونه په انجیل، ګذره، پښتون زرغون او ځینو نورو سیمو کې له سختو ورښتونو وروسته راوتلي، چې له امله یې پنځه کسان مړه شوي او شاوخوا ۳۰۰ کورونه تخریب شوي.
ځایي چارواکو ویلي، د سیلابونو له امله ۵۰۰ څاروي هم تلف شوي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.
ځایي اوسیدونکو د بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې.