کابل(کوبها)- د افغانستان لپاره د هند ځانگړي استازي جي پي سنګ د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، په دې ليدنه کې د افغانستان او هند پر دوو اړخيزو اړيکو، اقتصادي او ترانزيتي مسايلو خبرې وشوې.
عبدالقهار بلخي وایي، جې پي سنګ له مخدره توکو، داعش او فساد سره د ‘اسلامي امارت’ د مبارزې ستاینه کړې او لېوالتیا یې ښودلې چې نوی ډیلی په سیاسي او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره اړیکې پراخې او د چابهار بندر له لارې سوداګرۍ ته وده ورکړي.
متقي په دې کتنه کې له هند سره د خپل ‘انډولیز سیاست’ په رڼا کې د سباسي او اقتصادي اړیکو پررپیاوړتیا ټینګار کړی او له نوي ډیلي یې د سوداګریزو او تحصیلي ویزو په برخه کې د اسانتیاوو غوښتنه کړې ده.
جې پی سنګ دغه راز د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره هم د اقتصادي او سوداکریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
له دې یوه ورځ وړاندې په ملګرو ملتونو کې د هند استازې روچیرا کمبوج د امنیت شورا غونډې ته وویل چې په افغانستان کې بشري وضعیت خراب دی او له تیرو دوو کلونو راهیسې د هند مرستې په عمده توګه پر دریو برخو د خوړو خوندیتوب، طبي تجهیزاتو او زده کړو متمرکزې دي.
کمبوج وویل چې هند د نورو هېوادونو په څېر له طالبانو غواړي چې له ترهګرو ډلو سره مبارزې، د یوه ټول شموله حکومت جوړېدو او د ښځو حقونو خوندیتابه ته پام ډېر کړي.
سره له دې چې هند د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، دا واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته د هند د یوه جګپوړي چارواکي سفر دی چې ترسره کیږي.
هند د ۱۹۹۰ کلونو برعکس په افغانستان کې د خپل نرم حضور د خوندیتابه او له طالبانو سره د اړیکو له لارې غواړي په سیمه کې خپل نفوذ وساتي او هم نوي ډیلي ته د افغانستان له اړخه د احتمالي ګواښونو په مخنیوي کې له طالبانو سره نږدې همکاري ولري.