Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»واشنګټن او اسلام اباد له داعش او پاکستاني طالبانو سره د مبارزې پر څرنګوالي خبرې کړي

    واشنګټن او اسلام اباد له داعش او پاکستاني طالبانو سره د مبارزې پر څرنګوالي خبرې کړي

    واشنګټن او اسلام اباد موافقه کړې چې د داعش او تحریک طالبان پاکستان له ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې به په خپلو کې همغږي زیاته کړي، خو په اعلامیه کې په افغانستان کې د داعش د ګواښونو یادونه نه ده شوې.
    کوبها نیوزکوبها نیوزثور ۲۴, ۱۴۰۳02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    واشنګټن (کوبهانیوز) – د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ترهګرۍ پر ضد د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ د ګډې مبارزې په اړه خبرې د جمعې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازي د مرستیال او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له تروریزم سره د مبارزې د برخی مشر په ګډون په واشنګټن کې ترسره شوي.  

    د واشنګټن په غونډه کې دواړو لورو په سیمه کې د امنیتي ننګونو په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان او داعش ډلې له ګواښ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان او امریکا ترمنځ پر همکارۍ خبرې کړې دي.

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي، واشنګټن او اسلام اباد موافقه کړې چې په دغو دوو برخو کې به خپل منځي همغږي زیاتوي، خو په اعلامیه کې په افغانستان کې د داعش د ګواښونو یادونه نه ده شوې.

    طالبان ګاونډي هېوادونه د داعـش په ملاتړ تورنوي

    په دې وروستیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې وه چې د سیمې درې هېوادونه افغانستان ته د داعش جنګیالیو په تنظیم، تجهیز او ورتلو کې همکاری کوي.

    د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم په دې وروستیو کې ادعا کړې وه چې د داعش جنګیالي په پاکستان کې تنظیمیږي او د دوی پر ضد د داعش زیاتره بریدونه له پاکستانه کې همغږي کیږي.

    د طالبانو دفاع وزارت: داعش له پاکستانه زموږ پر ضد بریدونه تنظیموي

    په دوو مواردو کې د طالبانو د حکومت استخباراتو ادارې ته نږدې یوې رسنۍ د داعش ډلې د خراسان څانګې د نیول شویو جنګیالیو د اعترافونو ویډیوګانې خپرې کړې.

    په یوه کې درې تنه تاجکستاني اتباع چې ادعا کېږي داعش وسله وال دي، وايي چې له ترکیې څخه افغانستان ته راوړل شوي او غوښتل یې پاکستان ته د پوځي زده کړو لپاره ولاړ شي، چې د ډیورند کرښېۍ په اوږدو کې د طالبانو له خوا ونیول شول.

    په يوه بله ویډیو کې د دوو پاکستاني اتباعو اعتراف هم خپور شوى، چې وايي، له پوځي زده کړو وروسته د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو لپاره افغانستان ته راغلي وو او د طالبانو له خوا نيول شوي دي.

    د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې، زهرا بلوچ د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې دغه ادعاوې رد کړې.

    افغانستان داعش، افغانستان، امریکا وتل، پاکستانی طالبانُ

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

    عزت الله صالحيحوت ۱۸, ۱۴۰۲

    دا اوونۍ به پر اسمان “لکۍ لرونکی شیطان” وګورئ

    کوبها نیوزثور ۱, ۱۴۰۳

    سعودي عرب په ریاض کې د نړۍ په کچه تر ټولو ستر هوايي ډګر جوړوي

    کوبها نیوزحوت ۱۴, ۱۴۰۲

    تورخم؛ پاکستاني ځواکونو له افغان کډوالو د رشوت پر سر خپلمنځي شخړه کړې

    کوبها نیوزحمل ۵, ۱۴۰۳

    د دوحې کنفرانس، نړۍ د جوړجاړي تمه لري او طالبان ترې اقتصادی مرسته غواړي

    کوبها نیوزجوزا ۴, ۱۴۰۳

    د طالبانو د عدلیې وزارت: د کابل بګرامیو کې ۱۱۴۵ جریبه غصب شوې ځمکه را وګرځول شوه

    کوبها نیوزحوت ۲۳, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.