اسلام اباد ( کوبهانیوز) د پاکستان د طالبانو تحریک د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف د ورستیو څرګندونو په غبرګون کې ګواښ کړی، چې که واکمن سیاسي ګوندونه د پوځ د لومړۍ کرښې نقش لوبوي؛ نو د دوی په نظامي اهدافو کې شاملیږي.
ټي ټي پي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغه ډله له پاکستان څخه د پاکستاني پوځیانو پر وړاندې خپل جهاد کوي او د نورو ګاونډیو خاوره يې په دې هدف نه ده کارولې.
ظاهرا ددوی هدف د اسلام اباد دې ادعا ته ځواب دی چې پاکستاني جنګیالي ددوی خلاف د افغانستان خاوره کاروي.
په اعلامیه کې زیاته شوې، چې د ټي ټي پي جګړه یوازې د امنیتي ادارو پر ضد ده، خو که سیاسي ګوندونه په قصدي ډول د پوځ د لومړۍ کرښې رول پرغاړه اخلي، دوی به هم په نظامي اهدافو کې شامل شي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د کابینې غونډې ته ویلي و، چې د دغه هېواد ځمکنی امنیت ورته سرې کرښې دي او نور به له بهر څخه هیڅ ډول ترهګري ونه زغمي.