Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    چهارشنبه, ۳۱ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»سلایډر فیچر»پاکستاني طالبان د پسرلنیو عملیاتو لپاره تیاری نیسي

    پاکستاني طالبان د پسرلنیو عملیاتو لپاره تیاری نیسي

    د شمالي وزیرستان اتحادالمجاهدین شورا چې مشري یې حافظ ګل بهادر کوي، په وزیرستان کې د پسرلنیو عملیاتو لپاره د النصره په نوم یوه نوې جنګي قطعه جوړه کړې ده.
    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۲, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    پېښور (کوبها نیوز)- د پاکستان پوځ د ټي ټي پي او نورو پاکستاني طالبانو له ځانمرګو بریدونو د ځان ژغورنې په هدف د شمالي وزیرستان په مختلفو سیمو کې د امنیتي پوستو په شاوخوا کې خندقونه ایستلي.

    په هغو انځورونو کې چې کوبهانیوز ترلاسه کړي، میر علې ته څېرمه په ایپي کلي کې د موټربم چاودنو د مخنیوي په هدف، اېستل شوې کندې لیدل کیږي.

    د مارچ پر ۱۶مه د ګل بهادر د جیش فرسان محمد ډلې یوه ځانمرګي بریدګر په میرعلې کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر له یوې پوځي پوستې سره وجنګاوه او ورپسې یې پر پوځي افسرانو ډزې وکړې چې په پایله کې یې لږ تر لږه اووه تنه پوځیان ووژل شول.

    د پاکستان هوایي ځواک له دغه برید وروسته په خوست او پکتیکا کې د وزیرستاني کډوالو استوګنځایونه بمباري کړل چې په پایله کې یې اووه تنه ملکي کسان ووژل او د افغان طالبانو او د پاکستان د نوي حکومت ترمنځ رغېدونکې اړیکې یې بېرته ترینګلې کړې.

    د شمالي وزیرستان اتحادالمجاهدین شورا چې مشري یې حافظ ګل بهادر کوي، په وزیرستان کې د پسرلنیو عملیاتو لپاره د النصره په نوم یوه نوې جنګي قطعه جوړه کړې ده.

    سرچینې کوبها نیوز ته وویل چې ټاکل شوې تحریک طالبان پاکستان او د حافظ ګل بهادر اتحاد المجاهدین شورا په پاکستان کې خپل نوي پسرلني عملیات پیل کړي.

    د ټي ټي پي او د شمالي وزیرستان اتحاد المجاهدین شورا د نویو پسرلنیو عملیاتو د پیلېدو رپوټونه په داسې وخت کې دي، چې ددې دواړو ډلو لیکې تر پخوا منظمې شوې او دداخلي اختلافاتو پر له منځه وړو او تشکیلاتي اصلاحاتو یې تمرکز ډېر کړی.

    ټي ټي پي د روانې مارچ میاشتې په لومړیو کې د پخواني جماعت الاحرار ناراضه مشران بېرته له خپلو سازماني تشکیلاتو سره یوځای کړل او پر مهمو منصبونو یې وګومارل. په دې ګومارنو سره داسې اټکل دی چې دا ډله به له خپلې دودیزې جغرافیې وزیرستان نه بهر په نورو قبایلي سیمو، پېښور، سوات، دیر او د پاکستان نورو ښاري سیمو کې حضور پیاوړی کړي.

    د پي ټي آی په مشرۍ په خیبر پښتونخوا کې واکمن ګوند سره له دې چې له طالبانو سره له تقابل ډډه کوي، خو له پوځ او امنیتي ادارو سره د اړیکو د ترینګلتیا له امله به د جنګیالیو د بریدونو پر وړاندې اسیب پذیر وي.

    له ۲۰۰۸ کال نه تر ۲۰۱۳ کال پورې چې په دې ایالت کې د پښتون ملتپالې عوامي نشنل پارټۍ حکومت واکمن و، ددې ډلې ګڼ مشران د ټي ټي پي په مرګونو عملیاتو کې ووژل شول. په دې کلونو کې پر سیاست د پاکستان نفوذ لرونکی پوځ او څارګرې ادارې د متحده ایالاتو تر شدید فشار لاندې وو چې د بې پرې ټاکنو له لارې ډیموکراسۍ او منځلارو سیاسي ګوندونو ته لاره پرانیزي.

    عوامي نشنل پارټۍ په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي وضعیت په خرابیدو کې د ملامتۍ ګوته پوځ او امنیتي ادارو ته نیوله چې له ایالتي حکومت سره د سمسمکي په راوستلو کې مرسته نه کوي.

    د پاکستان د پوځ لپاره دامهال د ټي ټي پي او نورو جنګیالیو له اړخه ګواښ له دې امله اندېښمنوونکی دی چې اسلام اباد د خپل خراب اقتصادي وضعیت له امله په قبایلي سیمو کې د پراخو عملیاتو جوګه نه دی او د متحده ایالاتو سخاوتمندانه مرستې هم پرې بندې شوې دي.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    د اسلامي همکاریو سازمان طالبان د ښځو حقونو اعادې ته هڅوي

    کوبها نیوزثور ۱, ۱۴۰۳

    د طالبانو حکومت او پاکستان د ګډې امنیتي کمېټې غونډه وځنډول شوه

    کوبها نیوزثور ۲۳, ۱۴۰۳

    چین افغانستان ته د یوه کمربند او یوې لارې په پروژه کې د ګډون بلنه ورکړه

    کوبها نیوزحمل ۳۰, ۱۴۰۳

    طالبان د بې پیلوټه الوتکو د اسانچاري هېواد نوم نه په ډاګه کوي

    کوبها نیوزحمل ۱۲, ۱۴۰۳

    د پاکستان نوی ولسمشر؛ اڅکزی که زرداري؟

    کوبها نیوزحوت ۱۹, ۱۴۰۲

    د هند دفاع وزیر: که اړتیا شوه زموږ ځواکونه به د ترهګرو د وژلو لپاره پاکستان ته ننوځي

    کوبها نیوزحمل ۱۷, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.