Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    دوشنبه, ۱۹ جوزا, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانان په تبعید کې»پاکستان ۱۰۳ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل

    پاکستان ۱۰۳ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل

    د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، راستانه شوي دا افغانان چې ۲۴ کورنۍ دي، د مرستو په موخه مرسته کوونکو نړۍ‌والو ادارو ته معرفي شوي دي.
    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۲۷, ۱۴۰۳02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    Image: Hussain Ali/ZTUMAPRESS/picture alliance
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل( ۲۷ وری ۱۴۰۳ کوبهانیوز) – د طالبانو د کډوالو او بېرته راسېتنېدونکو چارو وزارت وايي چې، ۱۰۳ افغانان له پاکستان نه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي.

    ياد وزارت په خپله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي: “۲۴ کورنۍ چې ۱۰۳تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې دي”.

    په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا افغانان په تېرو دوو ورځو کې د تورخم فرضي کرښې له لارې افغانستان ته رالېږل شوي دي.

    خبرپاڼه زیاتوي، چې دا کورنۍ په ننګرهار کې د کډوالو چارو رياست سره تر ثبت وروسته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو لپاره د نړیوال سازمان دفترونو ته د مرستې لپاره معرفي شوي دي.

    د کډوالو په چارو کې د م م د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو پر بنسټ، تېر کال له دې ادارې سره په پاکستان او ایران کې ۷،۷ میلیونه افغان کډوال ثبت وو خو په تېرو دوو کلونو کې يې یو نیم میلیون تنه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

    د ملګرو ملتونو دې ادارې په همدې اوونۍ کې ويلي چې په پاکستان او ایران کې مېشتو افغان کډوالو سره مرستو لپاره ۶۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

    له دې سره هم‌مهال ويل کېږي د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې روان میلادي کال د اپریل میاشتې په وروستیو کې له یاد هېواده د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پيل کړي. اټکل کېږي چې په دې پړاو کې ۶۶ زره هغه افغان کډوال افغانستان ته واستول شي چې د پاکستان حکومت ورته په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې د کډوالی ځانګړي کارتونه ویشلي وو. د Afghan Citizen Cards په عنوان دا کارتونه پر هغو کډوالو ویشل شوي وو چې د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې په مرسته بایومټریک او بیا د پاکستان پولیسو سره ثبت شوي دي.

    پر دې سربېره د پاکستان نادرا ادارې ويلي چې تر دویم پړاو وروسته به د کډوالو ایستلو دريیم پړاو پيلېږي. دې اداري يادونه کړې ده چې، په درېيم پړاو کې به هغه یو عشاریه څلور میلیونه افغانان بیرته افغانستان ته ستانه کړل شي چې په ۲۰۰۶ کال کې شناخت کارتونه پرې وېشل شوي وو.

    د رپوټونو له مخې پاکستان تېر کال تر نیم میلیون ډېر افغانان، افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړي دي.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    درانی: له هغې ورځې چې طالبان واک ته رسېدلی، پاکستان ښه ورځ نه ده لیدلې

    کوبها نیوزثور ۶, ۱۴۰۳

    کرزی او پوتزل په افغانستان کې د ملي تفاهم پر اړتیا غږېدلي

    کوبها نیوزحوت ۱۶, ۱۴۰۲

    طالبان ګاونډي هېوادونه د داعـش په ملاتړ تورنوي

    کوبها نیوزثور ۶, ۱۴۰۳

    د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس: له طالبانو سره تعامل د افغانانو پرمخ څپېړه ده.

    کوبها نیوزحوت ۲۰, ۱۴۰۲

    خوست کې د ډله ییز قبر پاتې شونې خاورو ته سپارل کیږي

    کوبها نیوزدلو ۲۵, ۱۴۰۲

    ځانمرګي بریدګر د طالبانو د قدرت مرکز په نښه کړ

    کوبها نیوزحمل ۲, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.