واشنګټن (کوبهانیوز) – یکشنبې وختي په سیمه ییز وخت د سهار شاوخوا ۲:۰۰بجی ، ایران د اسراییلو پر لور توغندي او ځانمرګي ډرون وتوغول
د اسرائیلو د پوځ ویاند، دانیال هګری تایید کړه، چې ایران له دوو سوو ډېر بې پیلوټه ځانمرګې الوتکې، کروز او بالستیک توغندي پر اسرائیلو ورتوغولي دي.
هغه ادعا وکړه چې د دغو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو یوه لویه برخه اسرائیلو ته له رسیدو مخکې د اسرائیلو له فضا څخه بهر راغورځول شوي، خو هغه تایید کړه چې د دغو توغندیو لږ شمیر اسرائیلو ته رسیدلی او د اسرائیلو په جنوب کې یې یوې پوځي اډې ته زیان اړولی دی.
د ایران د توغندیو هدفونه:
د ایران نیمه دولتي رسنۍ، تسنیم د دغه هېواد د پوځي چارواکو له خولې ویلي، چې پر اسرائیلو د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو لومړی هدف پوځي مرکزونه دي.
د اسرایلو پوځ تایید کړې چې ایراني راکټونه د نقب په دښته کې یوه پوځي اډه په نښه کړې، چې د ایراني ورځپاڼې تسنیم په وینا، اسراییلو د سوریې په دمشق ښار کې د دغه هېواد پر کونسلګرۍ د راکټي بریدونو لپاره کارولی وه.
نړیوال غبرګونونه
یو ساعت وروسته له هغه چې د ایران لخوا پر اسراییلو د توغندیو او ډرون بریدونو د پیل خبر خپور شو، د سپینۍ ماڼۍ د ملي امنیت شورا د جوبایډن په مشرۍ غونډه وکړه.
د امریکا ولسمشر په یوه ټویټ کې لیکلي چې په دې غونډه کې پر اسراییلو د ایران د برید په اړه د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وشوې.
بایډن وویل چې د اسراییلو امنیت او د ایران او د هغه د نیابتي ډلو له خوا د ګواښونو په وړاندې د متحده ایالاتو ژمنې ثابتې دي.
د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش په اسرائیلو باندې د ایران برید په کلکه وغندله او په یوه بیان کې یې وویل چې نړۍ د بلې جګړې پیلول نه شي زغملی او په دغه جنګ کښې له ښکیلو خواوو یې وغوښتل چې له زغمه کار واخلي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر، جوزپ بوریل پر اسرائیلو د ایران توغندیز او بې پیلوټه الوتکې بریدونه ناسم بللي او هغه یې غندلي دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې، انالینا بایربک په خپل ایکس پاڼه لیکلي، چې برلین پر اسراییلو د ایران برید غندي او د هغې په وینا هېواد یې په داسې حالاتو کې د اسراییلو ترڅنګ ولاړ دی.