افغانستان چې د سیمې د پنځو اتومي قدرتونو په ګاوڼډ کې پروت هیواد دی، نن چې د بې پیلوټه الوتکو د سیالۍ له کوم ګواښ سره مخ دی، هیڅکله هم په دې کچه د اتومي ستراتیژیکې وسلې له مستقیم ګواښ سره نه و مخ شوی. په افغانستان کې د تیرو پنځو لسیزو جګړې او سیاسي کړکیچ په لړ کې چې تر ډیره لویدیز اتومي قدرتونه، په ځانګړې توګه امریکا متحده ایالات پکې ښکیل وو، په سیمه کې د لویدیځ سیالو اتومي قدرتونو هیڅ کله له دوی سره د سیالۍ لپاره اتومي وسلې ته لاس نه دی ور وړی خو نن چې د لوبی قاعده بدله شوې او د دولتونو د ګټو ساتلو لپاره د ډلو او ان افرادو په کچه نویو خوځښتونو او لوبغاړو سر راپورته کړی، د دولتونو ترمنځ سیالي هم د بی پیلوټه الوتکو (Drones) په مټ بدله شوې او د جګړې دې نوې وسیلې ان جغرافیایي او د ملي حاکمیت اصل پیکه کړی.
افغانستان نن د بې پیلوټه الوتکو لرونکو هیوادونو په مینځ کې ایسار شوی. داسې یو جغرافیایی موقعیت چې په شمال ختیځ کې یې د ډرون ټکنالوژۍ خاموشه قدرت په توګه چین تر اوسه له دې وسیلې څخه د استفادې اړتیا نه ده احساس کړې او یواځې یې بهر ته د هغو پر صادرولو بسنه کړې. په شمال کې ازبکستان د روسیې په مرسته او د ترکیې د بی پیلوټه الوتکو د صنعت په واردولو سره د پوځي بې پیلوټه الوتکو له اړخه ځان بډایه کوي. پاکستان چې اوس له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی، په شمسي هوایی اډه کې له امریکایی پوځیانو په پاتې شویو بی پیلوټه الوتکو یې بسنه کړې. د افغانستان په لویدیځ ګاونډ کې ایران بیا له منځني ختیځ نیولې، تر اوکراین، افریقا او ان سویلي اسیا پورې خپل د ډرون قدرت نندارې ته وړاندې کړی او د خپلې دغې هوایي ټکنالوژۍ د بډاینې لپاره یې په ۲۰۲۳ کال کې د دغه صنعت یوه کارخونه په تاجکستان کې هم پرانیستله او تاجکستان بیا له قرغزستان سره د پولې پر سر په پوځی شخړه کې د لومړي ځل لپاره دا پوځي وسیله وکاروله او همدې ډرون یاده جګړه د دوشنبې په ګټه پای ته ورسوله.
امریکا متحده ایالات چې د پرمختللو بې پیلوټه الوتکو ستر تولیدوونکی هیواد دی او پر افغانستان د پوځي برید له لومړیو کلونو یې په افغانستان او د پاکستان په قبایلي سیمو کې له ترهګرۍ سره په جګړه کې ترې استفاده وکړه، په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د امریکا د پوځي – سیاسي حضور له پای ته رسیدو سره لاهم واشنګټن د افغانستان په هوایي حریم کې تر ټولو برلاسی لوبغاړی دی او امریکایي بې پیلوټه الوتکې شپه او ورځ د افغانستان پر هوایي حریم ګزمه کوي. په افغانستان کې د ترهګرو ډلو او د بې پیلوټه الوتکو لرونکو دولتونو وسله والو مخالفو ډلو حضور دغه هیواد د بې پیلوټه الوتکو د سیالي پر وړاندې له خطر سره مخ کړی. که څه هم چې په افغانستان کې د امریکا د حضور په مهال له ایران پرته، د سیمې نورو هیوادونو له واشنګټن نه دا ډاد تر لاسه کړی و چې د دوی مخالفې وسله والې ډلې به د افغانستان له خاورې دوی ته ګواښ نه پیښوي، خو اوس چې په افغانستان کې هیڅ نړیوال ځواک سیاسي او پوځي حضور نه لري او د داسې یوه حکومت له لوري اداره کیږي چې د نړیوالې سولې او امنیت اصولو ته ژمن نه دی، نو په داسې یو وضعیت کې د سیمې د بی پیلوټه الوتکو لرونکو هیوادونو مخالفې وسله والې ډلې په افغانستان کې ځای پرځای شوې او دا هیوادونه یې د ځپلو لپاره له بی پیلوټه الوتکو پرته بله وسیله په لاس کې نه لري.
طالبانو د دوحې په تړون کې امریکا ته د لیکلي تضمین په خلاف، واک ته له رسیدو وروسته په وار وار د سیمې هیوادونو ته په شفاهي توګه ډاډ ورکړی چې اجازه به ورنه کړی څو د ګاونډیو دولتونو مخالفې وسله والې ډلې د افغانستان له خاورې په استفادې د دوی امنیت او ګټې وګواښي، خو د اسلام اباد د دې ادعا پر وړاندې چې ګواکې پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې بریدونه کوي، مسوولیت نه دی منلی او ویلي یې دي چې د “دوحې تړون ” کې شوې ژمنه یواځې امریکا ته د تضمین ورکړه وه او بس.
پر افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بې پیلوټه الوتکو د برید ګواښ
د کمزوري ملي حاکمیت، کورنیو سیاسي بې ثباتیو لرونکي هیوادونه او هغه هیوادونه چې په تیرو شلوو کلونو کې په داخل کې د نظامي حالت شاهدان وو، په وروستیو میاشتو کې په جګړو کې د ښکیلو لوریو د بې پیلوټه الوتکو د سیالۍ په ډګر بدل شول. د یادو دولتونو د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض پر وړاندې په جګړه کې د ښکیلو هیوادونو توجیه دا ده چې د دوی مخالف وسله وال په یادو هیوادونو کې ځای پرځای شوي. پر لبنان، سوریې، عراق او یمن د اسراییلو د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو را نیولې بیا پر سوریې، عراق او ان پاکستان د ایران د بې پیلوټه الوتکو او راکټي بریدونه هغه موارد ګڼل کیږي چې د بی پیلوټه الوتکو لرونکو دولتونو د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره د خپلو ګاونډیانو ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض کړې او د ټولو نړیوالو اصولو خلاف یې پوځي اقدام ته مخه کړې. د بې پیلوټه الوتکو د سیالۍ په دوام افغانستان هم په امن کې نه دی پاتې، او د تیر په دوام متحده الاتو د ۱۴۰۱ لمریز کال د زمري میاشتې په ۹ مه نیټه د کابل په شیرپور سیمه کې د القاعده ډلی مشر، ایمن الظواهري د بې پیلوټه الوتکې په مرسته وواژه او په دې توګه یې طالبانو ته په ډاګه کړه چې په افغانستان کې د امریکا د سیاسي او پوځي حضور له پای ته رسیدو سره سره، واشنګټن ځان ته دا حق ورکوي چې د خپل ملي امنیت او ګټو په وړاندې شته ګواښ ان د طالبانو د قدرت په مرکز، کابل کې په نښه کړي.
د مشروع حکومت او نړیوالې سولې او امنیت ته د یو مسوول دولت نشتوالی، د با ظرفیته استخباراتي وړتیا نشتوالی چې په مټ یې طالبان وکړای شي د امریکا پر وړاندی په شل کلنه جګړه کې له دوی سره د ملګرو بهرنیو وسله والو او ترهګرو ډلو اوسني فعالیتونه وڅاري، هغه موارد دي چې افغانستان یې په سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو د سیالۍ په ډګر کې له خطر سره مخ کړی، ځکه اوس د دې ډلو او افغان طالبانو د هدفونو ترمنځ توپیر رامنځته شوی او بهرنۍ جنګیالۍ ډلې د خپلو هیوادونو لپاره عملياتي پروګرامونه جوړوي.
«د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست میاشتې له ۳۱مې راهیسې به داسې ورځ نه وي، چې د کابل پر اسمان امریکایي بې پیلوټه الوتکه (Drone) ګزمه ونه کړي. دا الوتکې د کابل په شمال او لویدیځ کې هم لیدل شوې، خو هغه څه چې تر اوسه د طالبانو سر پرې نه دی خلاص، هغه دا دی چې دا الوتکې له کوم هیواده الوتنه کوي او د کنټرول مرکز یې په کوم ګاونډي یا د سیمې په هیواد کې دی».
په افغانستان کې د سیمې د افراطي او جنګیالیو ډلو حضور
ظاهراْ د طالبانو ایدیلوژي په سیمه او نړۍ کې د افراطي او ترهګرو ډلو لپاره تر ټولو خوندي او اوږد مهاله چاپیریال دی، ځکه د سپتمبر د ۱۱ مې پیښې او پر افغانستان د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر میاشتې د ۷ مې برید چې د طالبانو د لومړي نظام د له منځه تلو لامل شو او د القاعده شبکې غړي یې یو په بل پسې له منځه یووړل، د طالبانو لپاره د عبرت درس نه شو. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو نوی راپور ښیي چې همدا اوس القاعده شبکه په غزني، لغمان، پروان او ارزګان ولایتونو کې څلور مرکزونه لري، په پنجشیر ولایت کې یې د وسلو زیرمه جوړه کړې، په کابل، هلمند او هرات کې پوځي تاسیسات لري او په ننګرهار، نورستان، کونړ او پروان ولایتونو کې یې دیني مدرسې جوړې کړې چې په ډیر احتمال سره به په راتلونکي کې د تروریستي فعالیتونو د روزنې په مرکزونو واوړي. خو د طالبانو حکومت دا راپور رد کړی او دا یې د “طالبانو حکومت پر وړاندې تبلیغات او غچ اخیستنه” بللې ده.
د کابل په شیرپور کې د القاعدی د مشر له وژل کیدو سره سره، طالب چارواکي ادعا کوي چې له یادې شبکې سره یې خپله لار جلا کړې، خو هیڅ کله د هغو سیمه ییزو توندلارو وسله والو ډلو په اړه په روښانه څه نه وایي چې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف پر وړاندې په شل کلنه جګړه کې د دوی ترڅنګ ودریدل او په دې برخه کې ګاونډیو هیوادونو ته رسمي ژمنه هم نه ورکوي.
د پاکستاني طالبانو تحریک، د ازبکستان اسلامي تحریک، د تاجکستان انصارالله ډله، د چین ایغوریان (د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک)، د داعش قرغیز وګړي چې له منځني ختیځه افغانستان ته راغلي، د ایران سني مخالفه جیش العدل ډله، په محمد شریپوف مشهور د مهدي ارسلان په مشرۍ د تاجکستاني طالبانو تحریک د هغو شلو وسله والو ډلو له جملې دي چې د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې فعالیت لري. خو دغه ټولې ډلې له پوځي فعالیت پرته، د افغان طالبانو په حکومتولي کې هیڅ راز ونډه نه لري او د طالبانو له مالي عوایدو او له کانونو څخه له ترلاسه شویو پیسو هم څه نه ور رسیږي، ځکه د دې ډلو داعیه او عملياتي سیمه اوس د افغانستان له پولو بهر ده او په خپلو هیوادونو کې پوځي فعالیتونو ته چمتو کیږي.
خو پوښتنه دا ده چې د دغو وسله والو ډلو مخالف دولتونه ولې دې ته حاضر دي چې د دوی د کنټرول لپاره د طالبانو حکومت ته سیاسي او مالي امتیازونه ورکړي؛ د افغانستان سفارتونه او کنسولګرۍ د دوی په واک کې ورکړي، کابل ته خپل سفیران او شارژدافیران راواستوي او ان د طالبانو حکومت د په رسمیت پیژندلو تر بریده وړاندې لاړ شي او د امریکا د کړنلارې خلاف، د بې پیلوته الوتکو د په واک کې لرلو سره سره د بدې ورځې له دې وسیلې څخه استفاده نه کوي؟
د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست میاشتې له ۳۱مې راهیسې به داسې ورځ نه وي، چې د کابل پر اسمان امریکایي بې پیلوټه الوتکه (Drone) ګزمه ونه کړي. دا الوتکې د کابل په شمال او لویدیځ کې هم لیدل شوې، خو هغه څه چې تر اوسه د طالبانو سر پرې نه دی خلاص، هغه دا دی چې دا الوتکې له کوم هیواده الوتنه کوي او د کنټرول مرکز یې په کوم ګاونډي یا د سیمې په هیواد کې دی. امریکا د افغانستان په هوایي حریم کې د خپل حضور په دوام سره غواړي ګاونډیو هیوادونو او د بې پیلوټه الوتکو سیمهییزو سیالانو ته دا پیغام ورکړي چې لاهم د افغانستان هوایي حریم د واشنګټن په کنټرول کې دی او ور نږدې نه شي.
خو په سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو په سیالي کې وروستي بدلونونه د امریکا دا امتیاز ننګوي او د بی پیلوټه الوتکو لرونکو دولتونو ته دا جرات ورکوي چې که سیاسي امتیاز د طالبانو سترګو ته ونه دریږي او د دوی مخالف وسله وال پرځپل ځای کښېننوي، نو د بې پیلوټه الوتکو د کارولو پر انتخاب به غور وکړي، ځکه په منځني ختیځ کې ایران پورې د تړلو وسله والو ډلو له لوري په اردن کې د امریکایي پوځیانو پر ستراتیژیک پوځي مرکز د ډرون برید د بې پیلوټه الوتکو لرونکو هیوادونو له سترګو دا ویره لرې کړه چې د امریکایي ډرون په موجودیت کې دوی د بې پیلوټه الوتکو د سیالۍ توان او فرصت نه لري.