Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»په جرمني کې دوه افغانان له داعش سره د تړاو په تور نیول شوي

    په جرمني کې دوه افغانان له داعش سره د تړاو په تور نیول شوي

    ابراهیم او رامین تورن دي چې د داعش د مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې پر بسپنې راټولولو سربیره، د سویډن د پارلمان په انګړ کې د ترهګریز برید پلان درلود.
    کوبها نیوزکوبها نیوزحوت ۲۹, ۱۴۰۲03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    Daily Sabah
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    برلین (کوبها نیوز) د جرمني پولیسو دوه افغان وګړي له داعش سره د تړاو په تور نیولي.

    د جرمني فدرالي پولیس وايي، د مارچ په پنځمه د تورینګن محکمې په رسمي توګه دوه افغان وګړي ابراهیم او رامین د داعش له خراسان څانګې سره په تړاو محکوم کړي او د سه شنبې په ورځ یې د مارچ په ۱۹مه په ګیرا ښار کې نیولي دي.

    د جرمني د فدرالي پولیسو په اعلامیه کې راغلي چې دغو دوو کسانو تر دې مخکې هم په جرمونو کې لاس درلود او د ۲۰۲۳ کال په اګست میاشت کې د داعش ډلې د خراسان څانګې له خوا په رسمي توګه استخدام شوي.

    ابراهیم او رامین تورن دي چې د دغې ډلې له خراسان څانګې سره له یوځای کېدو مخکې یې په جرمني کې د خیریه مرستو په توګه دوه زره یورو راټولې کړې او د سوریې په شمال کې یې د داعش بندیانو ته استولې دي.

    د جرمني فدرالي پولیسو راپور ورکړی چې د داعش ډلې خراسان څانګې رامین نام ته دنده سپارلې چې د ۲۰۲۳ کال په پسرلي کې په سویډن کې د قران کریم د نسخو د سوځولو په غبرګون کې د یوه ترهګریز برید پلان جوړ کړي.

    د پولیسو څېړنې ښيي چې ابراهیم له رامین سره په همکارۍ د سویډن د پارلمان په انګړ کې پر پولیسو او عامو خلکو د دغه برید پلان درلود، خو بریالي نه شول.

    دغه دوه افغانان د سه شنبې په ورځ د تورینګن محکمې ته حاضر شول او د محکمې قاضي په رسمي ډول د محکمې له پریکړې خبر کړل.

    DW

    ټاکل شوې د دوی د محاکمې بل پړاو په راتلونکو اونیو کې ترسره شي او د محکمې د پرېکړې له نهايي کېدو وروسته به په بند محکوم شي.

    د داعش خراسان څانګه چې وخت ناوخت په اسيايي هېوادونو کې د يو شمېر ترهګريزو بريدونو مسووليت پر غاړه اخلي، ادعا کوي چې له ۲۰۲۰ کال راهيسې يې مرکز په افغانستان کې فعال دی.

    دا په داسې حال کې ده چې د امریکا استخباراتي ادارو په دې وروستیو کې د دغه هېواد کانګرس ته ویلي چې د داعش خراسان څانګه غواړي د بهرنیو هېوادونو پر اهدافو او ګټو د بریدونو په ترسره کولو سره د طالبانو پر حکومت باور کم کړي او د طالبانو واکمني وننګوي.

    تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څارنې او تحلیلي کمېټې په راپور کې ویل شوي وو چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې له څلورو تر شپږ زرو پورې جنګیالي لري او د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې فعالیت لري.

    خو د طالبانو حکومت بیا ادعا کوي چې دغه ډله سخته ځپل شوې او د تروریستي فعالیتونو د ترسره کولو توان نه لري.

    افغانستان، جرمنی، خراسان څانه، داعش،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    د افغانستان متحده جبهه وایي، د تېر نظام امنیتي ځواکونه بېرته منسجم کوي

    کوبها نیوزحوت ۱۴, ۱۴۰۲

    رسنۍ: غزه کې د مرستو پر یوې بار لارۍ هوايي برید کې نهه فلسطیني وګړي ووژل شول

    کوبها نیوزحوت ۱۴, ۱۴۰۲

    خوست کې د ډله ییز قبر پاتې شونې خاورو ته سپارل کیږي

    کوبها نیوزدلو ۲۵, ۱۴۰۲

    طالبان د بې پیلوټه الوتکو د اسانچاري هېواد نوم نه په ډاګه کوي

    کوبها نیوزحمل ۱۲, ۱۴۰۳

    روسیه د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د نوم پر ایستلو غور کوي

    کوبها نیوزحمل ۱۳, ۱۴۰۳

    طالبانو دهند حکومت ته یو محصل د افغانستان د قونسل په توګه وړاندیز کړی دی

    کوبها نیوزثور ۲۱, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.