د شمالی ایرلنډ ۴۵ کلن سیلاني، جیمز پترسن هلمند ولایت ته سفر درلود څو له هغو سیمو لیدنه وکړي چې میرمنې یې د بریټانیا د پوځ د غړې په توګه له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۴ کاله هلته عسکري کړې او د دغو سیمو د راښکون په اړه یې ور ته کیسې کړې.
جیمز پترسن د فلم ډایرکټر دی او ډیری فلمونه چې هغه ډایرکت کړي، په افریقا کې د قومي نښتو او د خلکو د لوږې او وروسته پاتې کیدو کیسې کوي.
پترسن وايي چې مېرمنې یې امیلیا ده ته د هلمند کیسې کړې او هغو ویډیوګانو لا پسې د هلمند لیدو ته لیواله کړ چې هغې د پوځي ماموریت په مهال ور استولې، نو ده د داسې ورځې تمه کوله چې پخپله ورشي او هلمند له نږدې وګوري.
پترسن وایي چې کورودانې یې د هلمند په جګړه کې د خپل بدن غړی له لاسه ورکړ، نو دې پیښې هلمند د دوی د کورنۍ غړو په ذهن کې په یوې تلپاتې خاطرې بدل کړ: “میرمن مې امیلیا د بریټانیا د شاهي ځواکونو سرتیرې وه او په ۲۰۱۲ کال کې هلمند ته واستول شوه، کله چې هغې په ګرشک کې د پوځي اډې دروازه کې دنده ترسره کوله طالبانو پر اډې برید وکړ او د نښتې په مهال د امیلیا لاس ټپي شو. د لاس له پرې کیدو وروسته امیلیا ایرلنډ ته راستنه شوه او له هغه وروسته زموږ ژوند بدل شو او تر ټولو ډیر زموږ اولادونه، جولیا او کرسن له دې پیښې اغیزمن شول.”
دا یواځې پټرسن نه دی چې د تیرو شلو کلونو جګړو او د جګړو کیسو د افغانستان سویل ته تلو ته لیواله کړی، بلکی د ګرځندوی شرکتونو د خاوندانو په وینا، ګڼ شمیر سیلانیان چې له لویدیځو هیوادونو افغانستان ته راځي، د تفریحي سیمو په پرتله تر ډیره هغو سیمو ته د تګ لیواله دي چې په تیرو شلو کلونو کې د جګړو شاهدې وې او د خبرونو په سرټکو کې راتلل.
د کابل په شهر نو کې د اسمایي په نوم د ګرځندوی شرکت مسوول، حامد سیهون وایي چې بهرني مشتریان یې تر ډيره هغه سیلانیان دي چې د افغانستان سویل، په ځانګړې توګه هغو سیمو ته د تګ لیواله دي چې په تیرو شلو کلونو کې هلته تګ د انسان په مرګ تمامیده: “بهرني لرغون پیژندونکي لیواله وي چې لرغونو تاریخي سیمو ته رسمي سفر وکړي، خو ډیری بهرني سیلانیان هغو سیمو ته د تګ لیواله وي چې په تیرو کلونو کې د جګړې شاهدې وې، په ځانګړې توګه د افغانستان سویل ته. زما مشتریان تر ډیره غواړي چې هلمند، غزني، د ننګرهار تورې بوړې، د پکتیا سټو کنډو او ارزګان ته یې بوځم.”
د پکتیا ولایت د ځاځیو ولسوالي د روان کال د اوړي په دریو میاشتو کې د ګڼو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو کوربه وه. په دې ولسوالۍ کې چې له ۲۰۱۲ کال وروسته سختې نښتې وشوې او د سیلانیانو د پالنې لپاره هیڅ راز امکانات او تاسیسات پکې نه دي جوړ شوي، اوسیدونکو یې سږ کال له د ډیرو سیلانیانو څخه په خپلو شخصي هوجرو او مېلمستونونو کې میلمه پالنه وکړه.
“میرمن مې امیلیا د بریټانیا د شاهي ځواکونو سرتیرې وه او په ۲۰۱۲ کال کې هلمند ته واستول شوه، کله چې هغې په ګرشک کې د پوځي اډې دروازه کې دنده ترسره کوله طالبانو پر اډې برید وکړ او د نښتې په مهال د امیلیا لاس ټپي شو. د لاس له پرې کیدو وروسته امیلیا ایرلنډ ته راستنه شوه او له هغه وروسته زموږ ژوند بدل شو او تر ټولو ډیر زموږ اولادونه، جولیا او کرسن له دې پیښې اغیزمن شول.”
شامل ځاځی د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ مدنی فعال دی. ده سږ کال هڅه وکړه چې د خپلو ځوانو ملګرو په مرسته سیلانیانو ته د امکاناتو برابرولو ترڅنګ، یو شمیر لوستي ځوانان دې ته چمتو کړي چې له بهرنیو سیلانیانو سره د لارښووونکو په توګه همکاري وکړي.
ښاغلی ځاځی وایي چې یو ډیر شمیر بهرني سیلانیان د دوی ولسوالۍ ته د یوې جګړه ځپلې سیمې په تصور ورغلي ، خو کله یې چې د دې ولسوالۍ طبیعي ښکلا ولیده، لیدو ته یې لا ډیر لیواله شول: “میلمانه چې به دلته راغلل نو لومړۍ غوښتنه به یې دا وه چې موږ د سټو کنډو ته بوځئ چې د جګړو له مورچلو لیدنه وکړو، خو د ورځو په اوږدو کې به مو چې کله دوی زرغون او ښکلي طبیعت ته ور وستل او لیدل به یې چې ځوانان په خورا مستۍ سره د جلغوزو د شنو ونو په منځ کې پرتو د والیبال په میدانونو کې لوبې کوي، نو دوی ته به یې خوند ورکړ.”
له کورنیو جګړو راهیسې، په افغانستان کې د جګړو دوام او سیاسي بې ثباتي د دې لامل شوې چې د هیواد د لرغونو اثارو او سیمو په اړه ډیرې څیړنې ونه شي او په تیرو کلونو کې د افغانستان په ګوتو شمار لرغونې سیمې او اثار د ملګرو ملتونو له فرهنګي سازمان، یونسکو سره ثبت شوي دي.
اوس د سیلانیانو ترڅنګ، یو شمیر بهرني لرغون پوهان هم دې ته لیواله شوي چې افغانستان ته راشي او د هیواد د لرغونو اثارو په اړه څیړنې وکړي.
ایرانی لرغون پوه، رضی کدیوپور چې بامیان ولایت ته له سفر وروسته د غور جام لیدو ته تللی و، وایي چې ۲۴ کاله مخکې د بامیان بتانو د ورانیدو د خبرو له اوریدو سره، د افغانستان لیدو ته لیواله شو: “په ۱۳۸۲ کال کې کله چې زه د تهران پوهنتون د ادبیاتو او انساني علومو د لرغون پوهنې د څانګې محصل وم، د بامیان د بتانو ورانولو خبر مې د پوهنتون په مهالنۍ کې ولوست. له هغه وروسته د بامیان علاقمند شوم، خو په تیرو شلو کلونو کې دا موقع مساعده نه شوه چې بامیان ته راشم، خو اوس د بامیان د بتانو په اړه د یوه تحقیق لیکلو په هدف افغانستان ته راغلم. که وضعیت همداسې پاتې شي، نو راتلونکی کال به مې میرمن هم له ځانه سره راولم.”
۵۵ متره د صلصال او ۳۵ متره د شمامې مجسمې په شپږمه زیږدیزه پیړۍکې توږل شوې او د ملګرو ملتونو د فرهنګي سازمان (UNSCO)، د معلوماتو پر بنست د نړۍ تر ټولو دنګې مجسمې وې.
دا مجسمې ۲۲ کاله وړاندې د طالبانو د پخواني مشر، ملا محمد عمر په لارښوونه په بمونو والوځول شوې.
خو اوس دا سیمه او وران څلي د طالبانو حکومت لپاره د مالي عاید په ښې سرچینې بدل شوي او د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معیین، مهاجر فراهي په وینا، د ۱۴۰۲ لمریز کال د پسرلي او اوړي په شپږو میاشتو کې د ۴۰ او پنځوس زرو په شاوخوا کې سیلانیان یې لیدو ته ورغلي وو او له دې جملې څلور زره او ۲۰۰ هغه یې بهرنیان وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی ریاست د پخواني کارکوونکی، توفیق اتمر په خبره، د ښځو پر تګ راتګ د طالبانو د محدودیتونو ترڅنګ، د ګرځندوی په برخه کې د مسلکي شرکتونو او امکاناتو نشتوالی هغه موارد دي چې د امنیت له ښه کیدو سره سره، لږ شمیر سیلانیان افغانستان ته راشي: “افغانستان ته د ګرځندوی لپاره راتګ له خطر سره مل دی، ځکه هغه هیوادونه چې وګړي یې له ګرځندوی سره مینه او مالي امکانات ورته لري، دولتونه یې خبرداری ورکوي چې افغانستان ته تلل ورته خطرناک دي. بله مسله د امکاناتو ده، هغه ولایتونه چې سیلانیان یې ورتلو ته لیواله دي، د ترانسپورت او استوګنې امکانات په کې نشته، نو سیلانیان مجبوره دي چې سهار ورشي او شپه بیرته کابل ته راوړي.”
په افغانستان کې باور دا دی چې د طالبانو له خوا پر ښځو شته محدودیتونه تر ډیره افغان میرمنو ته متوجه دي او بهرنۍ ښځی هر ډول او هرځای ته چې وغواړي تللی شي، خو ټولنپوهان په دې اند دي چې ان که بهرنیان له دې محدودیتونو مستثنی هم وي نو، بهرني سیلانیانی دا ریسک نشي منلی او په راتلونکو کلونو کې به افغانستان ته له راتلو ډډه وکړي.
د ناروې د دولتي پوهنتون ټولنپوهه، طاهره شینوارې په دې بارو ده چې په افغانستان کې شته امنیت د جګړې د پای په معنی دی، خو کورنۍ تر اوسه ذهني ارامتیا نه لري: “کورني سیلانیان تر ډیره د سرګرمۍ په هدف سفر کوي، خو اوس کورنۍ په کور کې پاتې کیدل غوره بولي، ځکه ښځې تفریحي سیمو ته د تلو اجازه نه لري، نو نارینه خو د ښځو او ماشومانو لپاره سفرونه کول او اوس یې نه کوي. اوس چې پر ښځو محدودیتونه ډیر شوي، نه یواځې ښځې بلکې د کورنیو ټول غړي کوټه قلفي شوي.”
د ګرځندوی صنعت د هیوادونو لپاره د مالي عاید یوه ښه سرچینه ده او د افغانستان په ګاونډ کې د منځنۍ اسیا هیوادونه هر کال له دې لارې میلیونونه ډالر ګټي. خو په افغانستان کې بیا حکومتونو او شخصي شرکتونو پر دې صنعت ډیره کمه پانګونه کړې او د امکاناتو د لږوالي له امله، یو شمیر بهرني سیلانیان افغانستان ته له یو ځل سفر وروسته بیا را ګرځېدو ته زړه نه ښه کوي.