Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»سلایډر فیچر»مسکو کې پر کنسرت برید کې د وژل شویو شمېر ۶۲ تنو ته ورسېد

    مسکو کې پر کنسرت برید کې د وژل شویو شمېر ۶۲ تنو ته ورسېد

    د روسيې د کورني امنیت وزارت لومړني معلومات ښيي چې د بريد کوونکو شمېر پنځه تنه وو او د سیمې ته د رسېدو لپاره يې له موټر څخه کار اخيستی او د کنسرت پر ګډونوالو يې ډزې کړې دي.
    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۴, ۱۴۰۳04 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    مسکو (کوبها نیوز) – د جمعې په ماښام وسله والو بریدګرو د کریملین له ماڼۍ څخه شل کیلومتره لرې د کروکاس سالون باندې برید وکړ، چیرې چې د راک کنسرت روان و.

    برید کوونکي چې له مقاومت پرته تالار ته ننوتل، ۶۲ تماشاچیان یې ووژل او ۱۵۳ نور یې ټپیان کړل.

    د روسیې د کورني امنیت وزارت رسنیو ته وویل، چې په وژل شویو کسانو کې پر ښځو او ماشومانو سربېره هغه ماشومان هم شامل دي، چې ټاکل شوې وه په کنسرت کې ننداره وړاندی کړي.

    وزارت د برید کوونکو شمېر پنځه تنه یاد کړی او ویلي یې دي، چې برید د کلاشینکوف په وسیله ترسره شوی او د پېښې په ځای کې د مرمیو ترڅنګ لاسي بمونه هم موندل شوي دي.

    داعش ډلې د یوه پیغام په خپرولو سره د دغه برید مسئولیت په غاړه واخیست او ادعا یې وکړه چې د دغې ډلې کسانو په دغه سالون کښې له سلو زیات کسان وژلی.

    د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند، جان کربي له پېښې څو ساعته وروسته خبریالانو ته وویل چې امریکا دوه اوونۍ وړاندې په مسکو کې خپلو اتباعو ته د ورته پېښې په اړه خبرداری ورکړی و.

    په مسکو کې د امریکا سفارت د مارچ په اوومه نېټه په یوه خبرتیا کې امریکايي اتباعو ته خبرداری ورکړ وو چې د ګڼې ګوڼې په ځایونو، غونډو او کنسرتونو کې له ګډون څخه ډډه وکړي.

    د جان کربي څرګندونې او په مسکو کې د امریکا د سفارت دوه اونۍ مخکی اعلامیی د جمعې په ورځ د امریکا او روسیې د حکومتونو د ویاندانو ترمنځ د لفظی بریدونو سبب شوه.

    د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروفا ویلي، که امریکا داسې معلومات ولري، نو باید له مسکو سره د دې پېښې د عاملینو په اړه شریک کړي، خو جان کربي خبریالانو ته وویل، امریکا یوازې په مسکو کې له یوه ګواښه خبر وه، او بس.

    په مسکو کې د جمعې د ماښام برید د نړۍ د ګڼو هېوادونو سخت غبرګونونه راوپارول او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي، اروپايي هېوادونو په ګډون د نړۍ ډېرو هېوادونو له روسیې سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

    د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې په مسکو کې د کنسرت پر تالار د برید په غندلو سره لیکلي دي: “داعش په افغانستان او سیمې هیوادونو کې پر ملکي وګړو په بریدونو سره څرګنده کړه چې د استخباراتی ادارو د لاس وسیله ده. د سیمې هېوادونه باید د هغو کړنو پر وړاندې ودرېږي چې د سیمې د بې ثباته کولو په هدف ترسره کیږی.”

    خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د هغو استخباراتي ادارو یادونه نه ده شوې چې د داعش ملاتړ کوي.

    داعش ډلې په خپله اعلامیه کې دا نه دي ویلي چې برید کوونکي څنګه او په کومه وسیله مسکو ته رسېدلي، خو د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال، امرالله صالح له دې برید یو ساعت وروسته پر ایکس پاڼه ولیکل چې: “دا برید د داعش له بریدونو سره ډېر ورته والی لري. دا برید په حیرانونکي ډول هغو بریدونو ته ورته دی چې طالبانو په تېرو دوو لسیزو کې زموږ په ښارونو کې تر سره کړي، داسې ښکاري چې د طالبانو د وحشت او د داعش د خراسان څانګې یوه کاپي ده.”

    تېره اوونۍ دوه ساعته مخکې له هغی چې د امریکا سفارت په مسکو کې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړ، د روسیې د کورنی امنیت وزارت (FSB)، اعلان وکړ چې د مسکو په څنډه کې د عیسویانو پر یوې کنیسې د برید مخنیوی یې کړی.

    د رویټرز په وینا، په دغه عبادت ځای کې برید د داعش د خراسان څانګې لخوا پلان شوی وو، چې تر ډېره په افغانستان او د سیمې په هېوادونو کې فعاله ده.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    امریکايي سناتورانو افغانانو ته د ۲۰ زره ځانګړو ویزو د منظورۍ غوښتنه کړې

    کوبها نیوزحوت ۲۴, ۱۴۰۲

    اټکل کېږي چې د اپريل پر اتمه به لمر تندر ونیسي

    کوبها نیوزحمل ۵, ۱۴۰۳

    طالبانو دهند حکومت ته یو محصل د افغانستان د قونسل په توګه وړاندیز کړی دی

    کوبها نیوزثور ۲۱, ۱۴۰۳

    ایران د طالبانو خلاف سیاسي فعالیتونو ته اجازه نه ور کوي

    کوبها نیوزحمل ۲۷, ۱۴۰۳

    پاکستان ته یوه میاشت کې درې میلیارد ډالره پاکستانیانو استولي

    کوبها نیوزحمل ۲۳, ۱۴۰۳

    د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

    عزت الله صالحيحوت ۱۸, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.