Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    دوشنبه, ۲۹ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»پښتانه ملتپال: پاکستان د ګندهارا تمدن د غصب کولو هڅه کوي

    پښتانه ملتپال: پاکستان د ګندهارا تمدن د غصب کولو هڅه کوي

    اسلام اباد د ګندهارا دهليز تر نامه لاندې یو نوی قانون تصویبوي چې ګندهارا تمدن او تاریخ په مرکز پورې نښلوي او د پښتونخوا رول پکې حاشیې ته وړي.
    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۱۶, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    پېښور ( کوبها نیوز)- د پاکستان ملي شورا ته یوه نوې لایحه وړاندې شوې چې په سیمه کې له بودایي مذهبه هیوادونو سره د پاکستان د نښلولو لپاره د “ګندهارا دهلیز” رامینځته کولو غوښتنه کوي.

    پښتونخوا عوامي ملي ګوند او یو شمېر پښتنو ملتپالو ددې لایحې غندنه کړې او دا یې د پښتونخوا او پښتنو د تاریخ، فرهنګ او مالي سرچینو د غصب کولو او حاشیې ته بیولو هڅه ګڼلې ده.

    دا لایحه د سند ایالت اړوند وکیل ډاکټر رمیش کمار وانکواني له خوا وړاندې شوې ده. په دې وړاندیز شوې لایحه کې ویل شوي، “د دې قانون موخه دا ده چې د حکومت د ټولو څانګو او شریکانو تر منځ د ګډو تګلارو هڅول دي، چې پاکستان د توریزم په ترټولو غوره ځای او د ګندهارا ګرځندوی په نړیوال مرکز بدل کړي.”

    ددې لایحې له مخې، د دهلېز مشر به د لومړي وزیر له خوا منصوب کیږي چې مشري به یې کوي او د دهلیز مرکزي دفتر به په اسلام اباد کې وي.

    ډاکټر رمیش وانکواني ددې لایحې د وړاندې کولو پرمهال وویل چې، “د ګندهارا دهليز جوړول به له بودايي نړۍ سره د پاکستان د اتصال برخه کې د لوبې تغییر وي.” هغه ټينګار وکړ چې د نړيوالو ګرځندویانو منظم راتګ به د پاکستان اقتصاد ته وده ورکړي او له اسيايي هېوادونو سره به یې ډپلوماتیکې اړيکې پياوړې شي.

    د عوامي نېشنل ګوند غړې مېرمن سمر هارون بلور وایي، په پاکستان کې د ګندهارا تمدن تر ۹۰ سلنه زیات اثار په پښتونخوا کې دي او دا لایحه په پښتونخوا کې د ګندهارا د تمدن د اثارو د غصبولو دسیسه ده.

    مېرمن بلور وایي، “که لرغوني اثار په پښتونخوا کې وي، د پښتونخوا ایالت یې په اړه د قانون جوړولو واک لري. د ګندهارا تمدن او اثار د پښتونخوا په عایداتي سرچینو کې مهم رول لوبوي”.

    ددغه ګوند د فرهنګ د برخې مسوول خادم حسین وایي، چې ګندهارا کولتوري قانون او اوس د “ګندهارا دهلیز” لایحه د پښتونخوا پر هویت اتوم بم او د پښتونخوا د منابعو د استثمار او د استعماري پراختیا غوښتنې هڅې دي.

    هغه وایي، “د پښتونخوا د تاریخ په هره پاڼه کې د ګندهارا تمدن نښې دي. د ګندهارا تمدن او تاریخ د پښتونخوا ملکیت دی. دګندهارا دهلیز لایحه باید مرکز ژر تر ژره بیرته واخلي”.

    پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال جولای کې د ګندهارا تمدن او د بودايي میراث د بیا ژوندي کولو پر موضوع درې ورځنی سمپوزیم جوړ کړی و چې د چین، نیپال، ټایلنډ، کمبوډیا، جنوبي کوریا او نورو هېوادونو له ۳۰ ډېرو بودا مشرانو او راهبانو پکې ګډون کړی و.

    پختونخوا فرهنګی میراث، فرهنګی میراثونه، ګندهارا،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي

    کوبها نیوزسرطان ۱, ۱۴۰۳

    امریکا: طالبانو د نیول شویو امریکايي وګړو په اړه ډاډ راکړی

    کوبها نیوزحمل ۱۴, ۱۴۰۳

    د طالبانو حکومت او پاکستان د ګډې امنیتي کمېټې غونډه وځنډول شوه

    کوبها نیوزثور ۲۳, ۱۴۰۳

    پينو الارچي: م م په کابل کې د کوکنارو بدیل کښت په عنوان نړۍ‌وال کنفرانس جوړوي

    کوبها نیوزحوت ۱۴, ۱۴۰۲

    د م م تازه رپوټ په افغانستان کې د امنیتي پېښو ۳۸ سلنه زیاتوالی ښيي

    کوبها نیوزحوت ۱۶, ۱۴۰۲

    خلیلزاد: بایډن طالبانو ته د شرطونو په نه ایښودلو سره د سولې خبرې ناکامه کړې

    کوبها نیوزثور ۱۳, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.