Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    چهارشنبه, ۳۱ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»رپوټونه او فیچرونه»پښتونخوا کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۷۰ ته ورسېد

    پښتونخوا کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۷۰ ته ورسېد

    "دا سېلابونه په دیر، چترال، سوات، باجوړ، شانګله، مانسهره، مهمند، ملاکنډ، ټانک، مردان، چارسده، بونیر، هنګو او د پېښور په بېلابېلو سیمو کې راوتلي دي."
    کوبها نیوزکوبها نیوزثور ۱, ۱۴۰۳02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    زیانمن کسان د پيښور په څنډه کې د سختو بارانونو له امله د يوه ويجاړ شوي کور خځلې ټولوي. AFP
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    پېښور(د غويي لومړۍ ۱۴۰۳ کوبهانیوز): د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د سختو سیلابونو له امله د تلفاتو شمېر ۷۰ ته لوړ شو، ۶۷ نور کسان ټپيان شوي دي.
    په مړو شویو کسانو کې د ۲۵ ماشومانو په ګډون یو شمېر مېرمنې هم شاملې دي.

    د خیبر پښتونخوا د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره (پي ډي ایم ای) وايي، دا سېلابونه د روانې ميلادي میاشتې له دوولسمې نېټې پيل شوي او ډېری په دیر، چترال، سوات، باجوړ، شانګله، مانسهره، مهمند، ملاکنډ، ټانک، مردان، چارسده، بونیر، هنګو او د پېښور په بېلابېلو سیمو کې راوتلي دي.

    ځايي سرچینو تایید کړې چې په دې سېلابونو کې د استوګنې نږدې درې زره کورونه راپرېوتي او په زرګونو جریبه کرنیزه ځمکه اوبو وړې ده.

    د خیبر پښتوخوا د هواپيژندنې ادارې وړاندوینه کړې ده چې دغلته به د اپريل تر ۲۱مې نېټې پورې په وقفه‌يي توګه ورښتونه وورېږي.

    په ورته مهال د بلوچستان په چمن کې د مرکزي روغتون یوه ډاکټر، عبدالرشید نصیر رسنيو ته ويلي چې، له بېلابېلو سیمو څخه یو شمېر ټپي کسان د درمنلې لپاره ور وړل شوي دي. د نصیر په وينا په ځینو سیمو کې د سختو سیلابونو د بهېدو له امله د یو شمېر کسانو د نادرکه کېدو رپوټونه شته دي.

    ځايي خلکو په دې سېلابونو کې زیانمنو شویو کورنیو ته د مرستو رسولو غوښتنه کړې ده.

    د محمدبلال په نوم یوه ځايي اوسېدونکي سیمه‌ييزو رسنيو ته ويلي، چې په دې سیلابونو کې یو شمېر کورنۍ بې‌ځایه شوې دي او بېړنيو مرسته ته اړتیا لري.

    د خیبر پښتوخوا د اعلی وزیر دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د سېلابونو په پېښو کې د مړو شویو له کورنیو سره يې د مرسته لپاره ۹۰ میلیونه روپۍ بیلې کړې دي.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوریزو لوبو په وروستۍ لوبه کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه

    کوبها نیوزحوت ۲۲, ۱۴۰۲

    عزیزي: عشق‌اباد له کابل سره د سوداګرۍ ډېرېدو ته لېوالتیا لري

    کوبها نیوزحوت ۱۳, ۱۴۰۲

    قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل

    کوبها نیوزجوزا ۱۴, ۱۴۰۳

    له پولو اخوا؛د افغان جلاوطنه خبریالانو هڅې او بالقوه بریاوې

    نذیر سهاردلو ۲۱, ۱۴۰۲

    د طالبانو مامورین د جمهوریت کارکوونکي روحي شکنجه کوي

    کوبها نیوزحمل ۱۶, ۱۴۰۳

    غزه کې د روژې په ۱۴مه د اوربند پرځاى جګړه روانه ده

    کوبها نیوزحمل ۵, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.