کوبها نیوز(۷ وري، ۱۴۰۳)
نن سه شنبه غرمه مهال شاوخوا ۱۲ بجې ځانمرګي برید کوونکي د پښتونخوا شانګله نومې سیمه کې د چینايي انجنیرانو موټر په نښه کړ او مرګ ژوبله یې واړوله.
دغه برید له چاودېدونکو توکو ډک موټر په واسطه شوی او له امله یې ۵ چینايي انجنیران او یوبل کس وژل شوي دي.
تر برید وروسته د چینايي انجنیرانو موټر یوې لویې کندې ته لوېدلی او سمسلاسي یې اور اخستی دی.
پښتونخوا کې امنیتي مسوولانو ویلي، چې برید د موټربم په واسطه په هغو انجنیرانو او کارکوونکو شوی، چې د اسو په نوم بند کار ته پر لاره روان وو.
پښتونخوا کې د پولیسو یوه مشر رسنیو سره خبرو کې ویلي، چې دوی د چینايي انجنیرانو لپاره امنیتي تدابیر هم نیولي و، خو له دې سره سره د ځانمرګي برید هدف وګرځېدل. نوموړي وویل: « د چینايي کارکوونکو لپاره موږ امنیتي تدابیر نیولي وو، دوی هره ورځ د اسو بند ته د کار لپاره تلل، خو نن ۱۲ بجې د ځانمرګي برید هدف وګرځېدل.»
سیمه کې عیني شاهدانو او خبریالانو ویلي، چې ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د چینايي انجنیرانو له موټر سره جنګولی او وروسته یې چاودنه کړې.
ددې برید مسوولیت هیڅ کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخستی، خو دا په پښتونخوا کې پر چینايي انجنیرانو لومړنی برید نه دی.
تردې مخکې هم چینايي کارکوونکي او انجنیران د ورته بریدونو هدف ګرځېدلي.
ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو تحریک پخوا ویلي وو، چې دوی یوازې د پاکستان د پوځ پروړاندې جګړه کوي او د پاکستان دننه او بهر پر نورو اهدافو بریدونه نه کوي.