پېښور( ۲۰ کب ۱۴۰۲) د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې بورډ بازار ته څېرمه پر ناصرباغ روډ چاودنه کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او یو تن ټپي شوی.
د پيښور پولیسو یوه چارواکي کاشف آفتاب عباسي رسنیو ته وويل: “موږ دلته نږدې یو جسد او يو ويجاړ موټرسايکل موندلی.”
د پېښور د پولیسو قوماندان جیو نیوز ته وروسته په یوه مرکه کې وویل، “چاودنه کې څلور تر پنځو کیلوګرامه چاودیدونکي توکي کارول شوي”
چاودېدونکي توکي په يوه موټرسايکل کې لېږدول کېدل.