Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»ځانمرګي بریدګر د طالبانو د قدرت مرکز په نښه کړ

    ځانمرګي بریدګر د طالبانو د قدرت مرکز په نښه کړ

    د پنجشنبې په ورځ په کندهار ښار کې کله چې د کابل بانک د دفتر مخې ته د بانک مشتریان د پیسو د ترلاسه کولو لپاره په کتار کې ولاړ وو، یوه ځانمرګي بریدګر په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچول او ۲۱ تنه یې ووژل.
    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۲, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کندهار (کوبها نیوز)- د پنجشنبې په ورځ سهار اته بجې او دیرش دقیقی مشتریان د کندهار ښار په لومړۍ ناحیه کې د کابل بانک د دفتر مخې ته له بانک څخه د پیسو اخیستو په موخه کتار کې ولاړ وو، چې یوه ځانمرګي بریدګر یې په منځ کې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچول.

    ځايي خبريالانو ته تر اوسه اجازه نه ده ورکړل شوی چې د پېښې ځای ته ولاړ شي او راپور چمتو کړي، خو د طالبانو د حکومت د امنيې قوماندانۍ وياند اسدالله جمشيد له پېښې څو ساعته وروسته رسنيو ته په يوه استول شوی ويډيويي پيغام د دریو کسانو د وژل کېدو او دوولس تنو نورو د ټپي کېدو پخلی وکړ.

    خو له میرویس روغتون نه یوې باوري سرچینې کوبها نیوز ته وویل، چې د کندهار ښار له پېښې څخه ۲۱ مړي او تر ۵۳ ټپیان دغه روغتون ته وروړل شوي، چې یو شمېر ټپیان له درملنې وروسته رخصت شوي او یو شمېر جدي ټپیان تر درملنې لاندې دي.

    تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د قربانیانو د شمېر له ذکر کولو پرته دغه ځانمرګی برید «خوارجو» ته منسوب کړی دی.

    د طالبانو د حکومت چارواکي اکثراْ داعش ډله د خوارجو په نوم یادوي.

    طالبانو ته یوې نږدې سرچینې کوبها نیوز ته وویل، چې په دې وروستیو کې په کندهار کې د طالبانو مشرتابه او امنیتي ارګانونو داسې اطلاعات ترلاسه کړي وو چې ددغه ولایت امنیت ته ګواښونه متوجه دي. دوه ورځې وړاندې د کندهار والي ولایتي چارواکو او امنیتي ادارو ته لارښوونه کړی وه چې د دغه ولایت د امنیت د ټینګښت لپاره هڅې لا ګړندۍ کړي.

    په همدې حال کې په کندهار کې د پنجشنبې ورځې پېښه له جدي غبرګونونو سره مخ شوې ده.

    په دوحه کې میشت د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې پر خپل ایکسپاڼه لیکلي چې د کندهار په ګډون په افغانستان کې پر ملکي وګړو بریدونه د غندنې وړ دي او د نورو ملتونو په څېر افغانان هم حق لري چې په سوله کې ژوند وکړي.

    د افغانستان پخواني جمهور رییس، حامد کرزي په یوه پیغام کې دغه ځانمرګی برید غیر اسلامي او بشري ضد عمل بللی.

    د مصالحی عالی شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله په خپل ایکس پاڼه لیکلي چې د روژې په مبارکه میاشت کې پر ملکي وګړو برید جنګي جنایت او له ټولو اصولو او قوانینو سرغړونه ده.

    په کندهار کې د پنجشنبې د ورځې ځانمرګى بريد په تېرو دوو کلونو کې دا ډول لومړى بريد دی چې د ځايي اوسېدونکو په وينا، په يوه خورا امنیتي سيمه کې ترسره شو.

    د کندهار برید، داعش، طالبان،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    افغانستان دبشري پرمختیا په نړیوال شاخص کې شاته تللی

    کوبها نیوزحوت ۲۷, ۱۴۰۲

    دا اوونۍ به پر اسمان “لکۍ لرونکی شیطان” وګورئ

    کوبها نیوزثور ۱, ۱۴۰۳

    طالبانو د دوو سیاسي ګوندونو او ۱۹ بنسټونو دفترونه تړلي

    کوبها نیوزحمل ۱۹, ۱۴۰۳

    پېښور کې د موټرسایکل بم چاودنې مرګ ژوبله اړولې

    کوبها نیوزحوت ۲۰, ۱۴۰۲

    افغانستان او قرغزستان د نړیوال جام سیالیو ته د لار موندلو لپاره سره سیالي کوي

    کوبها نیوزثور ۷, ۱۴۰۳

    د ناسا ځیرکې څرخکې خپل ماموریت پای ته ورساوه

    کوبها نیوزدلو ۲۱, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.