Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    پنجشنبه, ۲۲ جوزا, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»رپوټونه او فیچرونه»چینایي کمپنیو پښتونخوا کې پر دریو بندونو کار ځنډولی

    چینایي کمپنیو پښتونخوا کې پر دریو بندونو کار ځنډولی

    "چینایي کمپنیو پر داسو، تربیلا او ديامير بهاشا بندونو کار ځنډولی او دا امکان شته چې په خیبر پښتونخوا کې پر مهمند بند هم کار بند کړي".
    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۱۰, ۱۴۰۳02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    پېښور(کوبهانیوز)- چینایي کمپنیو په خیبر پښتونخوا کې د بندونو پروژو کې بوخت زرګونه کسان په کور کښېنول.

    دې کمپنیو پر داسو، تربیلا او ديامير بهاشا بندونو کار ځنډولی او دا امکان شته چې په خیبر پښتونخوا کې پر مهمند بند هم کار بند کړي.

    په دیامیر بهاشا بند کې ۵۰۰ بوختو کسانو ته چینایي کمپنۍ لارښوونه کړې چې تر راتلونکي حکم پورې په کور پاتې شي.

    د تېرې سه شنبې په ورځ په بشام کې د قراقرم پر لویه لار له چاودیدونکو توکو ډک یوه موټر د چینایي انجنیرانو له موټر سره ټکر وکړ چې له امله یې پنځه چینایي انجینران چې په داسو بند کې یې کار کاوه، ووژل شول.

    د داسو پروژې یوه چارواکي جیو نیوز ته وویل چې چینايي شرکت د داسو بند کار بند کړی او ځایي کارکوونکو ته یې په کور د پاتې کیدو سپارښتنه کړې ده.

    د خیبر پښتونخوا په بر کوهستان ولسوالۍ کې د ۴۳۲۰ میګاواټه په داسو بند باندې ۷۴۱ چینایان او ۶۰۰۰ ځايي خلک کار کوي.

    د دیامیر بهاشا بند یوه مسوول نزاکت حسین په وینا، چینایی شرکت د بند کار بند کړی. هغه وایي، چې د بند په جوړولو کې شاوخوا ٥٠٠ چينايان او شپږ زره ځايي خلک په کار بوخت وو. هغه هيله څرګنده کړه چې په څو ورځو کې به د چينایي کارګرانو د راستنېدو په نتيجه کې وضعيت عادي حالت ته راشي.

    د دیامیر بهاشا بند کې د هایدرو پاور تولید له لارې د ۴۸۰۰ میګاواټه بریښنا تولید باندې کار کیږي.

    په ورته وخت کې د مهمند بند مسوول مشال راډیو ته ویلي، چې په دې بند کې ۲۵۰ چینایان کار کوي او دوی کار نه دی بند کړی. خو دغلته بوخت یو شمېر کارکوونکي وایي، چې که د چینایي انجنیرانو او کارکوونکو د امنیت مساله حل نه شي، ښایي پر دغه بند هم کار وځنډیږي.

    دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو فدرالي وزیر محسن نقوي په اسلام اباد کې د چین سفارت کې د چینایي انجنیرانو د امنیت په تړاو د خپلو اقداماتو د رپوټ ورکولو پرمهال وویل چې د شانګلې بريد اصلي عاملان به په هر صورت کې محکمې ته راوستل شي.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوریزو لوبو په وروستۍ لوبه کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه

    کوبها نیوزحوت ۲۲, ۱۴۰۲

    روسیه کې پر کنسرت د برید کوونکو هویت افشا شو

    کوبها نیوزحمل ۴, ۱۴۰۳

    د طالبانو حکومت او پاکستان د ګډې امنیتي کمېټې غونډه وځنډول شوه

    کوبها نیوزثور ۲۳, ۱۴۰۳

    روسیه: غواړو له طالبانو سره پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې وکړو

    کوبها نیوزحمل ۱۴, ۱۴۰۳

    تورخم؛ پاکستاني ځواکونو له افغان کډوالو د رشوت پر سر خپلمنځي شخړه کړې

    کوبها نیوزحمل ۵, ۱۴۰۳

    ایران د طالبانو خلاف سیاسي فعالیتونو ته اجازه نه ور کوي

    کوبها نیوزحمل ۲۷, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.