Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»چین افغانستان ته د یوه کمربند او یوې لارې په پروژه کې د ګډون بلنه ورکړه

    چین افغانستان ته د یوه کمربند او یوې لارې په پروژه کې د ګډون بلنه ورکړه

    د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي همکاریو میکانیزم دریمه ناسته د طالبانو حکومت د پلاوي په ګډون په بیجینګ کې ترسره شوه او چینايي چارواکو او د طالبانو پلاوي پر اقتصادي همکاریو او له افغانستان سره د بشري مرستو پراختیا خبرې وکړې.
    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۳۰, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    بیجینګ (کوبهانیوز) – د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي همکاریو د میکانیزم دریمه ناسته د چین د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د پلاوي په ګډون د چهارشنبې په ورځ په بیجینګ کې جوړه شوه.

    په دې غونډه کې د طالبانو حکومت د صنایعو او سوداګرۍ، کانونو او پټرولیم، د کډوالو د راستنېدو، د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالی وزارت استازو او د دوی د چینايي سیالانو ګډون کړی و.

    د چين د بهرنيو چارو د وزارت په اعلاميه کې راغلي چې په دې غونډه کې چې د چين د بهرنيو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه، مشری یي د چين د بهرنيو چارو وزارت د اسيا د څانګې مشر، لیو جنسانګ او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دریم سیاسی ریاست رییس، ذاکر کوله.

    په دی ناسته کې د کابل او بیجینګ ترمنځ د عملي همکاریو او له افغانستان سره د چین د بشري مرستو په اړه خبرې شوی.

    د چین د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې د لیو جنسانګ له قوله راغلي چې د چین د ولسمشر شي جین پینګ د سپارښتنې پر اساس، بیجینګ له طالبانو سره په خپلو اړیکو کې د صداقت، متقابلو ګټو او له ټولو افغانانو سره د دوستانه اړیکو اصول په پام کې نیسي.

    ښاغلي ليو ويلی چې هېواد يې د افغانستان ملي حاکميت، ديني او وطني ارزښتونو ته درناوی لري او هيڅکله به د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

    که څه هم دغه چینايي چارواکي یو ځل بیا د امریکا له لوري د افغانستان د بهرنیو اسعاری زېرمو د خلاصون غوښتنه کړې او د طالبانو پر حکومت یې پر سیاسي فشار نیوکه کړې، خو د چین د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د طالبانو له حکومته چې “د افغانستان سرپرست حکومت” په نوم یاد شوی، غوښتي چې د نړیوالې ټولنې غوښتنو، په ځانګړې توګه د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه مثبت غوښتنو ته مثبت ځواب وایی.

    د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مرکچي پلاوي مشر ذاکر جلالي افغانستان ته د چین د سفیر د استولو او په بیجینګ کې د طالبانو د حکومت د سفیر د منلو له امله له چینه مننه کړی او له بیجینګ څخه یې غوښتي چې د اقتصادی پراختیا په برخه کې له خپلو تجربو څخه په استفادې د افغانستان په اقتصادي وده کې همکاري وکړي.

    د چين د بهرنيو چارو وزارت د اسيا د څانګې مشر، لیو جنسانګ په دې غونډه کې ويلی، هېواد يې له افغانستان سره د اقتصادي اړيکو د پراختيا غوښتونکی دی او غواړي د “يو کمربند او يوې لارې” له پروژی سره د افغانستان په يو ځای کېدو سره د دغه هیواد د اقتصادي ودې لپاره زمينه برابره کړي.

    د افغانستان د کانونو په برخه کې د بیجینګ د پانګونې د زیاتوالي ترڅنګ، چینايي چارواکي هڅه کوي چې دغه هېواد د “یو کمربند – یوي لار” په پروژه کې شامل کړي چې له څو کلونو راهیسې په پاکستان کې تر کار لاندې ده، خو په وروستیو میاشتو کې د امنیتی ستونزو له امله له خڼډ سره مخ شوی.

    په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت د افغانستان او چین ترمنځ د واخان ترانزیتي دهلېز د کار د چټکیدو خبر ورکړ، خو چینايي رسنیو لیکلي چې د امنیتي ګواښونو د زیاتوالي او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د پراخېدو له امله بیجینګ د دې پروژې له منفي پایلو اندېښمن دی.

    اوس مهال د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ اندازه په کال کې ۱.۳۳ میلیارده ډالرو ته رسېږي، چې د افغانستان برخه یوازې ۵۷ میلیونه صادرات او پاتې برخه یې له چین څخه واردات دي.

    افغانستان سوداګری، افغانستان، چین او طالبان، سیاسی ګوندونه، طالبان، طالبانو سره تعامل،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    حامد کرزي او عبدالله عبدالله د ایران او اسرائیلو ترمنځ د کړکیچ د سوله ییز حل غوښتنه کړې ده

    کوبها نیوزحمل ۲۶, ۱۴۰۳

    بلوڅ ملي غورځنګ: داعش بلوچستان کې د پاکستاني پوځ په ملاتړ فعالیت کوي

    کوبها نیوزحمل ۹, ۱۴۰۳

    ایلان ماسک، د خپل شرکت تر ټولو ځواکمن توغندی د دریم ځل لپاره فضا ته واستاوه.

    کوبها نیوزحوت ۲۵, ۱۴۰۲

    د طالبانو د عدلیې وزارت: د کابل بګرامیو کې ۱۱۴۵ جریبه غصب شوې ځمکه را وګرځول شوه

    کوبها نیوزحوت ۲۳, ۱۴۰۲

    امریکايي سناتورانو افغانانو ته د ۲۰ زره ځانګړو ویزو د منظورۍ غوښتنه کړې

    کوبها نیوزحوت ۲۴, ۱۴۰۲

    طالبانو حکومت: نجونې د سږ کال په کانکور کې هم د ګډون اجازه نه لري

    کوبها نیوزجوزا ۳, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.