کابل (کوبها نیوز) – د پاکستان د سوداګرۍ وزارت يو پلاوى د طالبانو په رسمي بلنه نن کابل ته راغلى ده.
د اسلامي امارت د سوداګرۍ وزارت وياند عبدالسلام جواد کوبها نيوز ته وويل، چې د دوى وزير نورالدین عزیزي به له پاکستاني پلاوي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ په لاره کې د پرتو خنډونو د لرې کولو پر لارو چارو بحث وکړي.
باور کېږي چې کابل ته د دغه پاکستاني پلاوي د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د رامنځته کولو يوه هڅه ده چې له تېرې اونۍ راپه دې خوا په خورا تيزۍ سره خرابې شوي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي اسلام اباد لا هم ژمن دی چې د سوداګرۍ کچه ښه کړي او افغانستان سره اړیکې وساتي.
خو هرکله چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې خرابې شوي افغان او پاکستاني سوداګر وايي، سیاسي او پوځي تاوتریخوالی د دوى سوداګري زيانمنه کړې ده.
اوس به وليدل شي چې پاکستانى او افغان لورى په دې خراب وضيعت کې چې د دواړو هېوادونو اړيکې خرابې دي په کومو سوداګريزو موضوعاتو توافق وکړي.
خو کارپوهان وايي پاکستان هرځل ژمنې کوي خو وروسته بيا پرې عمل نه کوي او بايد له نوموړي هېواد څخه تضمين واخيستل شي.