Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»کابل کې د شخصي یونیفورم لرونکو کسانو له خوا د خلکو تلاشي کېدل

    کابل کې د شخصي یونیفورم لرونکو کسانو له خوا د خلکو تلاشي کېدل

    « په ساده جامو کې خلک په چیک پواینټونو کې ولاړ وي او تلاشي کوي، موږ نه پوهیږو، چې دا دولتي کسان دي او که شخصي، خصوصا د شپې له خوا ددغسې کسانو په پېژندلو کې له ستونزو سره مخ یو.» د کابل ښار یو اوسیدونکی کوبها نیوز ته
    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۲۸, ۱۴۰۳02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    د طالبانو له خوا د خلکو تلاشي کېدل
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل ( ۲۸ حمل ۱۴۰۳)
    د جمهوري نظام تر پرځېدو او د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته اوس د افغانستان په ډیری ښارونو کې د طالبانو نظامیان له یونیفورم پرته د خلکو او موټرو په تلاشیو بوخت وي، چې خلک یې په تفکیک کې له ستونزو سره مخ شوې دي.
    د کابل ښار یوه اوسیدونکي د نوم نه ښودلو په شرط کوبها نیوز ته وویل، چې د طالبانو سرتیري په ډيری چک پواینټونو کې له یونیفورم پرته له وسلو سره ولاړ وي ساده جامې یې پر تن وي او د خلکو تلاشي کوي.
    نوموړي وویل، چې ددغسې کسانو په پېژندلو کې له ستونزو سره مخ دي.
    « په ساده جامو کې خلک په چیک پواینټونو کې ولاړ وي او تلاشي کوي، موږ نه پوهیږو، چې دا دولتي کسان دي او که شخصي، خصوصا د شپې له خوا ددغسې کسانو په پېژندلو کې له ستونزو سره مخ یو.» د کابل ښار یوتن اوسیدونکی
    په ورته مهال د کابل ښار یوه بل اوسیدونکي، چې قوای مرکز کې د موټرو د پرزو دوکان لري کوبها نیوز ته وویل، چې ډېر کله په لاره کې له داسې کسانو سره مخ کیږي، چې په شخصي جامو کې وسلې ورسره وي او موټر تلاشي کوي.
    نوموړی وايي دوی د شپې نا وخته کور ته ځي او کله چې دغسې کسان ګوري خپله لاره ترې چپوي.
    « زه د کابل قوای مرکز د موټرو د پرزو دوکان لرم، موږ سهار وختي کار ته ځو او ناوخته کور ته ستنیږو، موږ د تګ او راتګ پرمهال وخت ناوخت له داسې کسانو سره مخ کیږو، چې وسلې ورسره دي، ساده جامې یې پرځان وي او ځانونه دولتي کسان معرفي کوي، موږ نه پوهیږو، چې رښتیا هم دا دولتي کسان دي او که د دولتي کسانو په نوم غله دي.»
    د کابل ښار دغه اوسیدونکي د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي، څو د هغو کسانو مخه ونیسي، چې د نظامیانو په نوم په شخصي جامو کې د خلکو په تلاشۍ بوخت وي.
    دوی وايي چې دا کسان ملیشو ته ورته دي او که یې مخه ونه نیول شي ښايي ډيری کسان له شته وضعیت څخه په استفادې په ناوړه کارونو لاس پورې کړي.
    خو تردې مخکې د طالبانو د کورنیوچارو وزارت ویلي، چې د دوی پولیس او سرتیري په منظم یونیفورم سمبال شوي او چاته اجازه نشته، چې په شخصي جامو کې خلک او د موټرو په تلاشیو لاس پورې کړي.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    طالبان په افغانستان کې فیسبوک محدود او بندوي

    کوبها نیوزحمل ۱۸, ۱۴۰۳

    ملګري ملتونه؛ تېر یوه کال کې د مهاجرت پر لاره ۱۱۸۱ افغانان مړه شوي

    احسان الله سهاکحمل ۸, ۱۴۰۳

    د ناسا ځیرکې څرخکې خپل ماموریت پای ته ورساوه

    کوبها نیوزدلو ۲۱, ۱۴۰۲

    د ترکیې محلي ټاکنو کې دوه افغانان د ښاروالیو څوکیو ته ولاړ دي

    کوبها نیوزحمل ۳, ۱۴۰۳

    ایلان ماسک، د خپل شرکت تر ټولو ځواکمن توغندی د دریم ځل لپاره فضا ته واستاوه.

    کوبها نیوزحوت ۲۵, ۱۴۰۲

    کابل کې د شخصي یونیفورم لرونکو کسانو له خوا د خلکو تلاشي کېدل

    کوبها نیوزحمل ۲۸, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.