Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»رپوټونه او فیچرونه»کابل کې پخواني سیاستوال کورونو کې نظر بند دي

    کابل کې پخواني سیاستوال کورونو کې نظر بند دي

    "دغو پخوانيو چارواکو او سیاسیونو ته نږدې سرچینې وايي، دغه پخواني سیاسي مشران خپلو ولایتونو ته د سفر اجازه نه‌لري او په هیڅ ډول ولسي او سیاسي غونډو کې برخه‌ نه شي اخېستلی."
    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۸, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    طالب جنگیالي د کابل په شیرپور سیمه کې د عبدالرشید دوستم د کور مخې ته ( عکس: Wakil Kohsar/AFP)
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل( ۷ وری ۱۴۰۳ کوبهانیوز): د جمهوري نظام له سقوط وروسته په کابل کې پاتې شوي مخکیني جګپوړي چارواکي او سیاستوال د طالبانو حکومت د يوې “موظفې ادارې” له خوا تر جدي نظارت لاندې دي.

    په کابل کې یوه پخواني سیاستوال ته نږدې سرچینې کوبها نیوز ته وویل چې د طالبانو د استخباراتو یو موظف یونټ د پخوانيو سیاسیونو او جګپوړو چارواکو د امنیت په نوم د هغوی د استوګنې پر ځایونو ګومارل شوی او د هغوی لیدنې کتنې، سفرونه او فعالیتونه له نږدې څاري.

    د سرچینې په باور، دغه سیاسیون او مخکیني چارواکي په هیڅ ډول ولسي او سیاسي غونډونو کې برخه‌ نه‌شي اخېستی او حتا خپلو ولایتونو ته د سفر اجازه نه ورکول کېږي.

    د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني د انتخاباتي ډلې يوه غړي کوبها‌نیوز ته وويل،”په کابل کې پاتې دا مشران حتا له عامو خلکو سره د لېدو لپاره یوه ورځ دمخه بايد د طالبانو موظفه یونټ په جریان کې کړي.”

    د جمهوري حکومت له سقوط وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د هغه د څو نږدې پلویانو په ګډون، د ملي مصالحې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار، د کډوالو پخوانی وزیر سید حسین عالمي بلخي، د ملي شورا یو شمېر وکیلان، د تېر حکومت ځینې والیان او د وسله‌وال پوځ یو شمېر قوماندانان په کابل کې پاتې شوي دي.

    د تېر حکومت تر سقوط وروسته د ۲۰۲۲ میلادي کال په مارچ میاشت کې د مشرانو جرګي پخواني رییس فضل هادي مسلمیار او د همدې کال په اپريل کې د مصالحې شورا پخواني رییس ډاکټر عبدالله عبدالله ته اجازه ورکړل شوه چې بهر ته سفرونه وکړي.
    ويل کېږي له دې دواړو سیاستوالو د بېرته راستنېدو لپاره تضمين اخېستل شوی و، خو هغوی ته نږدې رسمي سرچینو تراوسه د داسې کوم تضمین د اخېستلو موضوع تایید یا رد کړې نه‌ده.

    په ورته وخت کې د سیاستوالو له سفرونو وروسته د همدې کال په جولای میاشت کې طالبانو پخواني ولسمشر حامد کرزي ته هم د بهرني سفر اجازه ورکړه. د لندن تر سفر وروسته د کرزي دفتر وویل چې پخواني ولسمسر ته درې نورو هېوادونو هم د سفر بلنه ورکړې وه، خو طالبانو هغه دې سفرونو ته نه دی پرېښی.

    پر کور دننه سیاستوالو پر سفرونو بندیزونه او پرله پسې څار داسې مهال دی چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي په څو کورنیو او بهرنیو غونډو کې د خبرو پر مهال ويلي چې په هېواد کې د جمهوري حکومت پخواني چارواکي او سیاستوال له هیڅ ډول خطر او ستونزې پرته ژوند کوي.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    ځانمرګي بریدګر د طالبانو د قدرت مرکز په نښه کړ

    کوبها نیوزحمل ۲, ۱۴۰۳

    بې سرحده خبریالان: طالبان دې رسنۍ ځپونکي اقدامات پای ته ورسوي

    کوبها نیوزحوت ۲۳, ۱۴۰۲

    ایران د طالبانو خلاف سیاسي فعالیتونو ته اجازه نه ور کوي

    کوبها نیوزحمل ۲۷, ۱۴۰۳

    بلخ کې د رمضان جام په نوم د کرکټ سیالۍ پیل شوې

    kadminحمل ۶, ۱۴۰۳

    طالبان په ولایتونو کې له زده کوونکو د “امارت پېژندنې” ازموینې اخلي

    کوبها نیوزحوت ۱۸, ۱۴۰۲

    رسنۍ: غزه کې د مرستو پر یوې بار لارۍ هوايي برید کې نهه فلسطیني وګړي ووژل شول

    کوبها نیوزحوت ۱۴, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.